کورونا وېروس: په ځینې هېوادونو کې له سره قرنطین پیل شوی او سنګاپور ته قرنطین دروند اقتصادي زیان اړولی

د خپرېدو وخت

د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې د کورونا وېروس ناروغانو له شمېر ډېرېدو وروسته بېرته قرنطین بندیزونه لګېدلي دي.

بل لور ته د قرنطین اقداماتو له کبله د سنګاپور په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو اقتصاد ته دروند زیان اوښتی دی.

د تازه معلوماتو له مخې د سنګاپور اقتصاد ته د تېرو درېو میاشتو کې ډېر زیان اوښتی.

د دغه هېواد اقتصادي وده د تېرکال پرتله ۴۱ اعشاریه دوه سلنه ټیټه شوې، چې دا خورا ناوړه ټیټوالی بلل کېږي.

چارواکي وړاندوینه کوي، چې په ۱۹۶۵ کال کې له برتیا د خپلواکي له ترلاسه کولو وروسته اوس سنګاپور د ناوړه اقتصادي کړکېچ پر لور روان دی.

فرانسه کې بیا چارواکو د روغتیايي کارکوونکو له مظاهرو وروسته د اته میلیارده یورو (نهه میلیارده ډالر) په ارزښت معاشونه ورته لوړ کړي دي.

په انګلستان کې بیا چارواکي وايي، د روانې جولای میاشتې له ۲۴ وروسته به په دکانونو او هټیو کې د ماسک کاروول اجباري شي.

'دویمه څپه ډېره خطرناکه ده'

برتانوي چارواکي اټکل کوي، چې سږ ژمی به په هېواد کې د کورونا وېروس دویمې څپې له کبله ۱۲۰ زره کسان ومري.

ساینسپوهان خبرداری ورکوي، چې برتانیا کې د کورونا وېروس دویمه څپه د لومړۍ هغې پرتله ښايي ډېره خطرناکه وي.

دوی وايي، له همدې کبله ښايي د هېواد عامې روغتیا اداره (این ایچ ایس) نه یوازې د کورونا له کبله بلکې د والګي او نورو موسمي ناروغیو په ګډون د بېلا بېلو ناروغیو له امله تر زیات فشار لاندې راتلای شي.

په نړۍ کې اوس د وبا له پیله راهیسې تر اوسه پورې د تایید شویو ناروغانو شمېر له ۱۳ میلیونه اوښتی دی.

په تایلنډ کې له قرنطینه د مصري پوځیانو له سرغړونې وروسته دغه هېواد پر نړیوالو الوتنو بندیز لګولی.

وروسته د پوځیانو له دغې ډلې د یوه کورونا معاینه مثبته ثابته شوه.

د تایلنډ یوه چارواکي په وینا د ۳۱ پوځیانو دغې ډلې په هېواد کې د دوې ورځني سفر پر مهال یوه بازار ته هم تللي او چارواکو ۱۹۰۰ هغو کسانو ته په کورونو کې د قرنطین ویلي، چې هغه مهال په بازار کې وو.

بنکاک پوسټ ورځپاڼې په تایلنډ کې د کورونا وېروس مخنیوي مبارزې ډلې ویاند تاویسلپ ویسانو یوتن له قوله ویلي، چې مصري سفارت دغه پوځیان په قرنطین کې د ساتلو پر ځای په هوټل کې مېشت کړي وو.

تایلنډ کې تر اوسه د کورونا وېروس له کبله ۶۰ کسان مړه شوي او درې زره ۲۰۰ ناروغان ثبت شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ خبرداری

په امریکا متحدو ایالتونو کې یوه سروې ښيي، چې د ټرمپ حکومت له اعلان سره سره چې وايي، ښوونځي باید په مني کې پرانیستل شي، ډېری مېندې پلرونه د ماشومانو ورلېږلو ته زړه نا زړه دي.

سروې ښيي د امریکا د دواړو ګوندونو ډېری غړي او ۷۱ سلنه مېندې، پلرونه ګومان کوي چې بېرته ښوونځیو ته د ماشومانو استول به خطرناک کار وي.

بل لور ته ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی، که ښوونځي خپل درسونه بېرته پیل نه کړي، د فدرالي حکومت له لوري به د پېسو ورکړه ودروي.