کورونا وېروس: "ګڼ شمېر هېوادونه په ناسم لوري روان دي؛ وضعیت نور هم خرابېدلی شي"

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د نړۍ ځینې هېوادونه د کورونا وېروس د مهارولو لپاره پرېکنده ګامونه پورته نکړي نو وضعیت نور هم پسې خرابېدلی شي. د یاد سازمان مشر ویلي، د نړۍ ګڼ هېوادونه د دې وبا پر ضد په ناسم لوري روان دي.

ډاکټر ټېډروس اډانوم ګېبریسوس دوشنبه جنیوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، ځینې هېوادونه هغه تګلارې نه پلې کوي چې ګټورې ثابتې شوې دي، او له همدې کبله دې هېوادونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

نوموړی په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳ میلیونو ته نږدې شوی دی او د دې وبا له کبله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۵ لکه او ۷۰ زره کسان مړه شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وایي، په اوسنیو شرایطو کې کورونا وېروس د وګړو تر ټولو لوی دوښمن دی، خو ځینې هېوادونه او وګړي یې دا موضوع جدي نه نیسي.

ډاکټر ګېبریسوس وایي، د ځینو هېوادونو مشران خپلو وګړو ته نا روښانه پیغام ورکوي، او له همدې کبله ولسونه نور د حکومتونو پر سپارښتنو باور نه کوي.

که څه هم نوموړي د کوم نړیوال مشر نوم وانخیست، خو ډېری په دې باور دي چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وه.

ولسمشر ټرمپ په کور دننه او په نړیواله کچه د کورونا وېروس پر ضد د ناسمو او ناکافي اقداماتو له کبله غندل شوی، ان تر دې چې نوموړي ډېره موده د ماسک کارولو ته هم زړه نه ښه کاوه.

سپینه ماڼۍ خپل روغتیایي سلاکار ته په غوسه ده:

بل لور ته په امریکا کې د روغتیا د برخې چارواکو او د ولسمشر ټرمپ د ادارې ترمنځ اړیکې په خرابېدو دي. د یکشنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د امریکا د ناروغیو د کنترول ادارې پر مشر ډاکټر انتوني فاوچي نیوکه وکړه چې په تېر کې یې ځینې جدي تېروتنې کړې دي.

سپنې ماڼۍ ویلي، ډاکټر فاوچي د ماسک کارولو په اړه، او همدا راز د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د جدیت په اړه وخت نا وخت خپله مشوره او سپارښتنه بدلوله.

پر ډاکټر فاوچي داسې مهال نیوکې کېږي چې په امریکا کې د کورونا وېروس وضعیت لا هم ورځ تر بلې خرابېږي.

په دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر درې نیم میلیونو ته نږدې شوی او څه باندې یو لک او ۳۵ زره کسان ترې مړه شوي دي.

لاتینه امریکا د کورونا وېروس په نوي مرکز بدلېږي:

په ورته وخت کې په لاتینه امریکا کې د کورونا وېروس له کبله وضعیت نور هم خراب شوی، او اوس دا سیمه د مړینو له پلوه تر امریکا او کاناډا هم بد وضعیت کې ده.

تر دې دمه د لاتینې امریکا په ګڼو هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله نږدې یو نیم لک کسان مړه شوي، چې نیمایي یې په برازیل کې دي.

همدا راز په مکسیکو کې د مړو شمېر تر ۳۵ زرو واوښت، او اوس په نړۍ کې د ډېرو مړینو له پلوه څلورم هېواد دی.