ناروې کې پر جومات برید کوونکی په ۲۱ کاله بند محکوم شو

Philip Manshaus went on trial early last month

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، فیلیپ مانشوس چې ۲۲ کلن دی په تېره اګست میاشت کې د پلازمېنې اوسلو لویدیځ بایروم سیمه کې پر النور اسلامي مرکز وسله وال برید کړی وو.
د خپرېدو وخت

د ناروې یوې محکمې هغه کس ته د ۲۱ کال بند سزا واوروله چې خپله نا سکه پېغله خور یې وژلې وه او پر جومات یې ډزې کړې وې.

د پرېکړې له مخې به نوموړی لږ تر لږه ۱۴ کاله په زندان کې تېروي. فیلیپ مانسهوس چې ۲۲ کلن دی په تېره اګست میاشت کې د پلازمېنې اوسلو لویدیځ بایروم سیمه کې پر النور اسلامي مرکز وسله وال برید کړی وو.

څو مرمۍ په جومات کې دننه لګېدلې وې خو څوک ژور نه وو ټپي شوی، د پولیس له راتګ وړاندې د هغه مخه نیول شوې وه.

د هغه دا کړنه د کیڼ اړخې توکمپالنې یو ترهګر عمل بلل شوی وو.

پولیسو داسې شواهد وموندل چې مانسهوس د برینټوم ټارانټ نومې هغه کس نه متاثر شوی وو چې د ۲۰۱۹ کال مارچ میاشت کې یې د نیوزیلانډ په کرایس چرچ کې پر دوه جوماتونو برید کړی وو.

ټارانټ د وژنې په ۵۱ تورونو کې خپله ګناه ومنله.

په بند کې د لږ تر لږه ۱۴ کلونو تېرولو سزا چې مانسهوس ته ورکړل شوې له هغې سزا ډېره ده چې انډرس بېهرنګ برېویک نومې کس ته ورکړل شوې وه.

هغه باید لږ تر لږه لس کاله په بند کې تېر کړي. دې کیڼ اړخې سخت دریځي په ۲۰۱۱ کال کې په ناروې کې ۷۷ تنه وژلي وو. ناروې د دا ډول قضیو لپاره ټاکل شوی لږ تر لږه بند سزا په ۲۰۱۵ کال کې لوړه کړه.

کله چې مانسهوس تېره اګست میاشت کې پر جومات برید کاوه نو ښه په وسله سمبال وو، خو د پاکستان د هوايي ځواک د یوه متقاعد افسر محمد رفیق له خوا یې مخه ونیول شوه.

ده مانسهوس ونیو او وسله یې ترې واخسته.

له دې برید لږ وروسته د هغه د ۱۷ کلنې ناسکه خور جوهانا ژنګجیا اهل الحسن چې په چین کې زېږېدلې وه، مړی د بایروم په یوه کور کې وموندل شو.

د هغه په حق کې شوې د محکمې پریکړه انیکا لینډسټورم ولوستله ، هغې وویل مانسهوس د نیو نازي په نوم ویب پاڼه او داسې نورې ویب پاڼې کتلي چې د توکمپالنې پر بنسټ کورنۍ جګړې ته یې خلک را بلل.

هغې وویل دی جومات ته په دې نیت تللی وو چې ''د امکان تر حده ډېر مسلمانان ووژني ''

نوموړي په محکمه کې د پښیمانې اظهار ونه کړ او کراېس چرچ کې یې د هغه وژونکي ستاینه وکړه چې پر جومات برید یې په ژوندی بڼه خپور کړی وو.

مانسهوس هم پر خپله خولۍ کمره نصب کړې وه او پر جومات د برید ویډیو انځورونه یې اخیستل خو پر انټرنټ په ژوندۍ بڼه د برید خپرولو کې پاتې راغی.

مانسهوس په محکمه کې اډولف هټلر او بریویک د یوې غوره بېلګې په توګه یاد کړل او د هغه څه په اړه چې د (د اروپایانو د نسل وژنې) په نوم یادیږي، خبرې وکړې او هالوکاسټ یې یوه افسانه یاده کړه.

On 12 August Manshaus appeared in court with bruises and scratches on his face

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اګست پر ۱۲ مه داسې حال کې محکمې ته حاضر شو چې مخ یې نوکارې و

د مۍ پر اوومه هغه د ( اوکې ) هغه نښه وکاروله چې د کیڼ اړخو سخت دریځو ځانګړې نښه بلل کېږي.

کله چې نوموړی په لومړ ځل په محکمه کې را ښکاره شو نو مالومه شوه چې پر جومات د برید پرمهال د هغه د مخنیوي لړ کې د هغه پر سترګو تورې نښې او پر غاړه یې خاپونه رامنځته شوي دي.

نرویژۍ رسنې ( اېن آر کې ) ویلي هغه د خپل پلار ټوپک او یو بل ټوپک دې برید کې کارولي وو. محکمې د مانسهوس هغه دفاعیه رد کړه چې ګواکې دی له رواني پلوه جوړ نه وو.

د بند تر څنګ محکمې پرېکړه کړې چې نوموړی باید د برید قربانیانو ته د اوښتي زیان جبران او د محکمې فیس تحویل کړي چې ټول ۱۰۰ زره کرونه یا څه باندې لس زره او ۶۰۰ ډالره کېږي.