له امریکا سره د پاکستان طبي مرسته او خواله رسنیو کې غبرګون

د عکس سرچینه، State_SCA
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان مننه کړې چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې طبي مرستې ور لېږلې دي.
دې وزارت یوه ټوېټ کې ویلي، د دواړو هېوادونو روغتیايي همکاري او همغږی ځواب به د وېروس ماتولو کې ګټور وي.
دې طبي مرستو کې مخ ماسکونه او د خوندیتوب جامې یا پي پي اي شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د پاکستان د دې مرستو هرکلی کړی او دا یې د کورونا ضد مبارزه کې د واشنګټن او اسلام اباد د یووالي نښه بللې ده.
امریکا ته د مرستو رسېدو پر مهال هلته د پاکستان سفیر مجید خان کرونا د دواړو هېوادونو لپاره خطر بللی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
امریکا کې له دې ویروس تراوسه له ۹۳ زرو ډېر کسان مړه شوي او تر پنځلس لکو ډېر پرې اخته دي.
په پاکستان کې هم په دې وېروس پنځوس زره کسان اخته او تر زرو ډېر مړه شوي دي.
پښتونخوا کې له دې وېروس ډېره کسان مړه شوي چې تر ۳۶۵ ته رسېږي.
د پاکستان د مرستو په هکله د مایک پمپیو ټوېټ ته غبرګون کې یو ټوېټر کارن رومان خان لیکي:
"کومه صوبه کې چې عمران خان له اوو کلونو واکمن دی هلته ستر روغتون اېل ار اېچ (LRH) پېښور کې مشر ډاکټر د وسایلو نشتوالي له امله استعفا وکړه".
ځینې نورو بیا پاکستان له وسلوالو سره په ملاتړ تورن کړی او دې مرستو ته یې د شک په سترګه کتلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د دوی له ډلې ټوېټر کارن احمد جاوېد رفیع لیکلي: "پاکستان ترهګر هېواد دی، زه باور نه لرم چې دوی ښه کار وکړي، هسې نه دا ماسکونه وېروس ولري".
خو نورو بیا د پاکستان ملاتړ کړی او دا ګام یې ستایلی دی.
سهیل انور لیکلي، "پاکستان تل د انسانیت لپاره دی".
عاشر جواد هم وايي، "پاکستان له خپلو ملګرو او هېوادونو سره د خپل توان له مخې همکارۍ باندې خوشالېږي".
پاکستان کې په یوه ورځ ډېرې پېښې

د عکس سرچینه، @PTIOFFICIA
د پنجشنبې په ورځ پاکستان کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې چې ۲۶۰۳ ته رسېږي. په دغه ورځ پکې ۵۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.
د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې سیند صوبه کې دي، چې ۱۹ زرو ته رسېږي او تېره ورځ هم پکې ۹۶۰ کېسونه مثبت ختلي دي.
ور پسې د پاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب دویم ځای لري چې اتلس زره کسان پکې په دې وېروس اخته شوي دي.
په نړۍ کې تر اوسه په کورونا له پنځو میلیونو یو لکو ډېر کسان اخته او تر درې لکو ډېر ترې مړه شوي دي.



















