کورونا وېروس: عمران خان وايي، پاکستان کې حالت کابو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس خپرېدو لړۍ روانه ده او تر اوسه په ۱۸۷ هېوادونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر څلور میلیونو کسانو ته نژدې شوی دی.
تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله د ۲۷۵۰۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده. یوازې د امریکا متحدو ایالتونو کې د تایید شویو ناروغانو شمېر له ۱۲ لکه کسانو اوښتی دی، چې د بل هر هېواد پرتله پنځه برابر ډېر شمېر دی.
د پاکستان سند ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا وېروس د اخته ۱۰۸۰ نويو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.
د صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه وايي، دا د پاکستان په یوه صوبه کې په څلروېشتو ساعتونو کې د نویو ثبت شویو ناروغانو تر ټولو لوی شمېر دي.
ښاغلي شاه دا یو اندېښمنونکی حالت بللی او په وینا یې 'داسې ښکاري چې موږ د اوج پر لور روان یو. '
په ټول پاکستان کې د کوويډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ۲۸ زرو کسانو اوښتی دی او له ۱۰۷۰۰ ناروغانو سره یې تر ټولو ډېر شمېر په سند کې دی.

د عکس سرچینه، PA Media
بل لور ته د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د نړۍ نورو هېوادونو پرتله پاکستان کې حالات کابو دي او له حفاظتي تدبیرونو سره وضعیت کې نور ښه والی راتلای شي.
لومړي وزیر په اسلام اباد کې د کورونا مخنیوي مبارزې کارډلې په غونډه کې وویل، له ځینې کوویډ - ۱۹ ناروغانو سره نامناسبه رویه د زغملو نه ده او دا وېره، تره خپروي.
نوموړي له پاکستانیانو وغوښتل چې که اړتیا وویني، باید سملاسي معاینات وکړي.
بریتانوي چارواکي وايي، په ټول هېواد کې د کورونا وېروس تایید شویو ناروغانو شمېر ۲۱۵۲۶۰ کسانو ته رسېدلی او تر اوسه په هېواد کې ۳۱۵۸۷ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شپس وايي، تېره ورځ ۳۸۹۶ نوي ناروغان ثبت شوي او په یوه ورځ کې ۳۴۶ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي، چې د چاغښت ښکار کورونا ناروغان د نورو پرتله له زیات احتمالي خطر سره مخامخ دي.
د بریتانیا عامې روغتیا ادارې این ایچ ایس پر شمېرو تر سره شوې څېړنه ښيي چې د چاغښت ښکار کورونا ناروغانو کې د مړینې احتمال دوه برابره زیاتېږي.
د څېړونکو په وینا که له چاغښت سره د زړه رنځ یا شکرې ناروغۍ هم په څېړنه کې شاملې شی، نو دا خطر به نور هم زیات شي.
د بریتانوي روغتونونو جدي پاملرنې په څانګه کې بستري ۳۴ اعشاریه پنځه سلنه ناروغانو وزن د دوی د بدن پرتله زیات ښوول شوی، ۳۱ سلنه د چاغښت ښکار وو او ۷ سلنه خورا زیات چاغ ول.
په دې توګه د سالم بي ایم ای (باډي ماس انډیکس) لرونکو کسانو شمېر ۲۶ سلنه او پرتله یې د چاغښت ښکار کسانو شمېر ۷۳ سلنې ته رسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د بیلاروس ولسمشر الکزاندر لوکاشنکو په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مخنیوي احتیاطي تدبیرونه له پامه غورځولي او د دویمې نړیوالې جګړې د بري یادګاري مراسیم یې د ولس په ګډون کې تر سره کړل.
ښاغلي لوکاشنکو د کورونا ډار لامل ذهني فشار بللی او په وینا یې دا له وېروسه ډېر خطرناک دی.
نوموړی ادعا کوي چې قرنطین به اقتصاد ته زیان واړوي. ولسمشر نه یوازې د فوټبال سیالیو د روان ساتلو اجازه ورکړې، بلکې خلکو ته یې ویلي چې ګډون پکې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د بیلا روس نورو اروپايي متحدینو د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسېدو ۷۵ کلیزه د قرنطین په حالت کې په پټه خوله ولمانځله.
په سلواکیا کې بیا چارواکو ویلي، دوو میاشتو کې لومړی ځل پر کورونا وېروس د اخته نوي ناروغ نوم مخې ته نه دی راغلی.
دغه هېواد کې د قرنطین محدودیتونو کې نرمښت هم پیل شوی دی. د مې پر نهمه نېټه سلواکیا کې د ۱۴۵۵ تایید شویو ناروغانو یادونه او پر همدې ناروغۍ د ۲۶ کسانو مړینه تایید شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images



















