امریکا کې له کورونا وېروس ۲۴ ګړیو کې ۴۵۹۱ کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي رسنۍ دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړینې د نوي ریکارډ خبره کوي او وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې له دې وېروس څلور زره پنځه سوه یو نوي کسان مړه شوي دي.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د وېبپاڼې شمېر ښيي چې امریکا کې تراوسه شپږ لکه ۸۷ زره کسان په کورونا اخته شوي او ۳۲ زره ۲۳۲ ترې مړه شوي دي.
امریکا کې تراوسه د کورونا وېروس درې نیم میلیون ټېسټونه شوي، چې په دې برخه کې هم له نړۍ مخکې ده.
په امریکا کې په کورونا د ډېرو کسانو د اخته کېدو یو لامل هم د ډېرو معاینو اخیستلو له امله بلل کېږي.
په دغه هېواد کې د مړو کسانو ډېره شمېره هم د دې سبب شوې چې په سپینه ماڼۍ ډېرې نیوکې وشي، ځکه نیوکګر یا متقدان وايي، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ سپینې ماڼۍ ډېر وروسته د کورونا ګواښ جدي وګاڼه او په خپل وخت یې مقابلې ته ځان ورته تیار نه کړ.
په ورته مهال د امریکا څو ایالتونو کې معترضانو له کورونا وېروس د لګېدلي محدودیت مخالفت کړی او وايي دوی یې زیانمن کړي دي.
روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د قرنطین وارمخکې لرې کول به کورونا ته د ستنېدلو په مانا وي، خو ډونلډ ټرمپ له دغو معترضانو سره همغږی دی او خپل ټوېټر کې یې د څو ایالتونو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه ۱۸۰ زره کسانو ته رسېدلی.
تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله ۱۴۷ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کورونا وېروس تېر ډیسمبر د چین ووهان ښار کې ښکاره او وروسته پر چین سربېره نورې نړۍ ته ورسېد.
د امریکا ولسمشر له هغه راهیسې بیا بیا پر چین نیوکه کړې او اوس د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یوه ډیپلوماټیک لیک له مخې وايي، چین کې د امریکا سفارت کارمنان په ووهان ښار کې د یوې لیبارټرۍ بیالوجیک امنیت ته اندېښمن وو.
د امریکا ولسمشر- چې پخوا یې یو ځل کورونا وېروس چینايي وېروس بللی و- اوس وايي، حکومت یې داسې ناتایید شوي اطلاعات ارزوي چې ښيي دا وېروس له یوه لابراتوار نړۍ ته خپور شوی دی.



















