د روسیې یوه زندان کې له اعتراض وروسته اور لګېدلی

د خپرېدو وخت

د روسیې سایبریا سیمه کې د یوه زندان لویه برخه وروسته له هغه د اور په لمبو کې وسوځېده چې د بندیانو په وینا د ساتونکو د ناوړه چلن له امله ګډوډي رامنځته شوه.

په انګارسک سیمه کې د کلک امنیتي تدابیرو لرونکی ۱۵ نمبر لېرې پروت زندان شاوخوا سیمه کلابنده شوې او نور امنیتي ځواکونه دغې سېمې ته استول شوي دي.

د تلفاتو په اړه راپورونه شته. خو شمېر یې مالوم نه دی.

د روسیې د جزا د چوپړونو ادارې ویلي بندیانو "پر یوه ساتونکي برید کړی" چې اوس روغتون ته وړل شوی دی.

چارواکو ویلي، ناکراري یې کنټرول کړې او په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.

خو د بشري حقونو ډلو ویلي، دا اخ و ډب هغه وخت پیل شو کله چې یو زنداني د یوه افسر له خوا وډبول شو.

له دې ډلې یوې یې داسې وېډیو خپره کړې چې د یوه زنداني لاس په وینو لړلې پټۍ پوښل شوی، دې زنداني ویلي دي د ساتونکو له خوا له مرۍ نیول شوی، وهل شوی او ده د اعتراض په ډول خپل مړوندونه پرې کړي دي.

د (له تاوتریخوالي خالي سایبریا) په نوم د بشري حقونو د یولې ډلې ویاند فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د بلوا ضد پولیسو دا زندان کلا بند کړی او په زندان کې لا هم اور بل دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ویلي، په دې اور لګېدنه کې د لرګیو د یوې کارخونې په ګډون درې ودانۍ سوځېدلي دي.

دا زندان د پلازمېنې مسکو ختیځ لورته څلور زره کېلومتره لېرې پروت دی چې شاوخوا ۱۲ سوه زندانیان په کې ساتل کیږي.