روسیه کې په لوړ غږ د خبرو له کبله پنځه کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د روسیې پولیس وایي، په ریازان سیمه کې یو کس هغه پنځه کسان په ډزو وژلي چې ماښام ناوخته یې د ده کور مخې ته په لوړ غږ خبرې کولې. پېښه شنبه ماښام له مسکو نه کابو ده سوه کیلومتره لېرې سویل ختیځ کې د یلاتما کلي کې رامنځته شوې ده.

په دغه سیمه کې دا مهال د کورونا وېروس له کبله ګرځبندیز اعلان شوی دی.

پلټونکي وایي، د کور څښتن لومړی دې کسانو ته وینا وکړه چې په لوړ غږ دې خبرې نه کوي،‌ خو وروسته یې ترمنځ لفظي شخړه وشوه او ده له برنډې پرې ډزې وکړې.

پنځه واړه کسان،‌ چې څلور سړي او یوه یې ښځه وه، ځای پر ځای ووژل شول.

پولیس قاتل نیولی دی او د ده له اپارتمانه یې هغه وسله هم ترلاسه کړې چې ده کارولې وه.‌

بل لور ته د فرانسې امنیتي چارواکي وايي، د دې هېواد په سویل ختیځ کې دوه کسان د چړې په برید کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز برید" بللی او پلټنې یې پیل کړې دي.

عیني شاهدان وايي، بریدګر ګرنوبل سره نژدې د رومانس ښار کې د تنباکو جوړولو یوه کارځي ته ننوتی او د دې کارځي مالک او مشتریان یې په چړو وهلي.

له دې وروسته هغه نژدې یوې بلې هټۍ ته ورغلی او پر خلکو یې بریدونه کړي.

د فرانسې د رسنیو په خبره په دې شک د دې هېواد پولیسو یو ۳۳ کلن کس نیولی چې اصلاً سوډانی دی.

څارنوالانو ویلي، د نیول کېدو پر وخت دغه کس "د سړک پر غاړه په ګونډو ناست او په عربي یې دعاګانې کولې."

تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده معلومه، خو د کورنیو چارو وزیر کرېسټوفي کاسټانېر ویلي: "نن سهار یو سړي پيل په یوه ترهګریز برید وکړ."

نوموړي ویلي، دا د ترهګرۍ ضد چارواکو پورې اړه لري چې وګوري دې کس په یوازې سر دا کار کړی او که له چا سره یې اړیکې لرلې.

د دې هېواد لويې څارنوالۍ په یوه بیان کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې برید کوونکي "د وژنې یو عادي روزنه لیدلې وه چې هدف یې ډارونه یا د ترهګرۍ په مټ په جدي ډول د عامه نظم ګډوډول و".

بیان زیاتوي، د نیول شوي تورن کس د کور د لټولو پر مهال "په لاس لیکل شوي د مذهبي مفاهیمو سندونه موندل شوي."

څارنوالانو ویلي، یو بل کس یې هم نیولی چې له دغه تورن سره یې یوځای ژوند کاوه.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون دا "له کرکې ډکه" پېښه بللې چې په وینا یې له وړاندې په سخت حالت ګې ګیر هېواد یې لانور خپه کړی دی.

اوسمهال فرانسه د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه قرنطین کې ده او له جدي اړتیا پرته د خلکو په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.