تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پوتین زوکړې کلیزې پر مهال د روسیې لر او بر کې احتجاجونه
رپوټونو کې ویل شوي دي د روسیې له ۸۰ ښارونو نه پولیسو د اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې له ۲۵۰ ډېر پلویان نیولي چې احتجاج یې کاوه.
دوی غوښتل ښاغلي نوالنې ته د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې د درېدو اجازه ورکړل شي. تر ټولو ډېر احتجاج کوونکي سینټ پېټرسبرګ کې یو ځای شوي وو او له دغه ښاره د اخ و ډب او دغه ښار کې ډېرو کسانو د نیول کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
دغه احتجاجونه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۶۵ زوکړې کلیزې سره همهاله شوي دي او د مسکو او د ولسمشر پوتین د پلرني ټاټوبي سینټ پېټرسبرګ د هغو په ګډون ډېری دغو لاریونونو ته رسمي اجازه نه وه ورکړل شوې.
ښاغلی نوالنې دا مهال د له یوه قانونه د پرلپسې سر غړونې له کبله ۲۰ ورځنۍ زندان سزا تېروي.
د روسیې ټاکنیز چارواکي وايي نوموړی د مارچ میاشتې رایې اچوونې کې د یوې تعلیقي بند سزا له کبله نه شي درېدای. دا وروستیو میاشتو کې نوموړي د خپل ګرځنډه کمپاین لپاره د روسیې لر او بر ته سفرونه کړي دي.
روانه میاشت نوموړی مسکو کې د یوې احتجاجي غونډې وروسته ونیول شو.
د سینټ پېټرزبرګ ښار لاریون کې نژدې ۳۰۰۰ کسانو برخه درلوده او ډېری یې بنرونه لېږدول چې نوالنې ۲۰۱۸ پرې لیکلي وو.
رپوټونه وايي کله چې لاریونیانو هڅه وکړه د پولیسو له یوې کرښې تېر شي، ډېر کسان ونیول شول. د بشري حقونو اړوند وېبپاڼې 'وې ډي اینفو ' رپوټ کې ویل شوي، چې ۶۶ کسان نیول شوي وو.
د اوپن رسیا دیموکراسۍ پلوه ډلې چې د نفتو لوی تبعید شوی مشر میخایل خودورکووسکي یې ملاتړی دی یو شمېر پلويان هم دغه ښار کې د د شنبې پر ورځ نیول شوي وو.
د مسکو پوشکین میدان کې هم سلګونه کسان د احتجاج لپاره یو ځای شوي وو، چې بیا وروسته خوشي شوي دي.