د روسیې یوه زندان کې له اعتراض وروسته اور لګېدلی

د روسیې هغه زندان چې له اعتراض وروسته پکې اورلګیدلی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې هغه زندان چې له اعتراض وروسته پکې اورلګیدلی.
د خپرېدو وخت

د روسیې سایبریا سیمه کې د یوه زندان لویه برخه وروسته له هغه د اور په لمبو کې وسوځېده چې د بندیانو په وینا د ساتونکو د ناوړه چلن له امله ګډوډي رامنځته شوه.

په انګارسک سیمه کې د کلک امنیتي تدابیرو لرونکی ۱۵ نمبر لېرې پروت زندان شاوخوا سیمه کلابنده شوې او نور امنیتي ځواکونه دغې سېمې ته استول شوي دي.

د تلفاتو په اړه راپورونه شته. خو شمېر یې مالوم نه دی.

د روسیې د جزا د چوپړونو ادارې ویلي بندیانو "پر یوه ساتونکي برید کړی" چې اوس روغتون ته وړل شوی دی.

له دې ډلې یوې یې داسې وېډیو خپره کړې چې د یوه زنداني لاس په وینو لړلې پټۍ پوښل شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له دې ډلې یوې یې داسې وېډیو خپره کړې چې د یوه زنداني لاس په وینو لړلې پټۍ پوښل شوی

چارواکو ویلي، ناکراري یې کنټرول کړې او په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.

خو د بشري حقونو ډلو ویلي، دا اخ و ډب هغه وخت پیل شو کله چې یو زنداني د یوه افسر له خوا وډبول شو.

له دې ډلې یوې یې داسې وېډیو خپره کړې چې د یوه زنداني لاس په وینو لړلې پټۍ پوښل شوی، دې زنداني ویلي دي د ساتونکو له خوا له مرۍ نیول شوی، وهل شوی او ده د اعتراض په ډول خپل مړوندونه پرې کړي دي.

د (له تاوتریخوالي خالي سایبریا) په نوم د بشري حقونو د یولې ډلې ویاند فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د بلوا ضد پولیسو دا زندان کلا بند کړی او په زندان کې لا هم اور بل دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ویلي، په دې اور لګېدنه کې د لرګیو د یوې کارخونې په ګډون درې ودانۍ سوځېدلي دي.

دا زندان د پلازمېنې مسکو ختیځ لورته څلور زره کېلومتره لېرې پروت دی چې شاوخوا ۱۲ سوه زندانیان په کې ساتل کیږي.