برتانوی ډاکټر د ۹۰ جنسي ځورونو په تور بندي شوی

د عکس سرچینه، PA Media
یوه برتانوي ډاکټر ته د ښځینه ناروغانو په ۹۰ ځله جنسي ځورونو تورن شوی او د ۱۵ کلونو بند سزا ورته اورل شوې. پر منیش شاه دا تور هم دی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پر ۱۸ ښځو تېری کړی و.
ویل کېږي چې د نوموړي د جنسي قرباني تر ټولو کشره ښځه ۱۵ کلنه ده.
نوموړي به ښځو ته ځینې نا اړینې ازموینې کولې، چې خپله جنسي غریزه پرې پوره کړي.
د محکمې یوې قاضي ان مولینوکس ویلي، دغه ډاکټر "له خپلې دندې ناوړه ګټه اخیستې او ښځې یې تېر ایستلې دي". قاضۍ تورن ډاکټر ته وویل: "ناروغانو ته دې جعلي کیسې جوړې کړې، د هغوی ذهن ته ورننوتلی یې او د وېرې لامل یې شوی یې."
شاه د ۲۰۱۳ له جولای څخه د ۲۰۱۹ تر مې میاشتې پورې ناروغانې قانع کړې چې غیر ضروري طبي ازموینې وکړي.
قاضۍ ورته وویل: "ستا د دې کړنې لامل یوازې جنسي انګیزه نه لري، بلکې غوښتل دې چې ښځې سپکې ثابتې کړې؟"
تر ټولو کوچنۍ قربانۍ محکمې ته وویل، وروسته تر هغه چې ډاکټر شاه پرې جنسي تېری وکړ، بیا ورتلو ته زړه نا زړه وه.

د عکس سرچینه، Google
دا وايي، له دې پېښې وروسته یې د سړیو پر وړاندې احساس بدل شوی؛ دوی ته له کتلو هم وېره لري او د یوې "جنسي الې" په توګه ورته ګوري.
دغه پنځوس کلن ډاکټر ګومان کوي، کوم کار یې چې کړی د "وقایوي طب" د اجرآتو په لړ کې یې کړی، خو پر نوموړي د ۲۵ جنسي تېریو تور لګول شوی دی.
قاضیانو هغه خبرې هم اورېدلې دي چې ډاکټر شاه تل لاسماغوګان نه په لاس کول او د ازموینې پر چپرکټ یې ناروغانې پوره لغړولې.




















