تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويس پوليسو داووس کې "روسي جاسوسان" په ډاگه کړل
د سوېزرلنډ یوې ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دې هېواد په داووس ښار کې چېرته چې نړیواله اقتصادي غونډه روانه ده، په تېره اګست میاشت کې پولیسو دوه روسان چې شک پرې کېده جاسوسان دې نیولې دي.
ټاګېس انزایګر ورځپاڼې د رپوټ له مخې ګومان کیږي دغو دوه کسانو چې ډيپلوماتیک پاسپورټونه یې هم لرل په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال د جاسوسي عملیاتو لپاره تیاری نیوه.
دا ورځپاڼه زیاتوي دا دواړه کسان چې یوه یې ځان نلغځونکى/ نلدوان ښوده وروسته خوشې شول.
د سويزرلنډ پولیسو بي بي سي ته هم تایید کړه چې په تېره اګست میاشت کې یې دوه روسان پلټلي و. په پلازمېنه برن کې د روسیې سفارت بي بي سي ته وویل دې ورځپاڼې هڅه کوله چې "له هیڅ نه یوه رسوايي جوړه کړي".
د سويزرلنډ په داووس ښار کې نړیواله اقتصادي غونډه چې د نړۍ مهم مشران په کې ګډون کوي پرون د سه شنبې په ورځ پیل شوه.
دغه راز د مالي چارو امریکایي کارپوه بېل براوډر چې اوس په داووس کې دی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تېرکال د سويزرلنډ امنیتي ادارې د ده پرضد د روسانو د یوې کړنې مخه نیولې وه. ښاغلی براوډر چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سختو نیوکه کوونکو دی ویلي امنیتي ادارو ورته ددې هڅې د مخنیوي په اړه ویلي و.
ټاګېس انزایګر ورځپاڼه چې په جرمني ژبه خپرونې کوي د دې دوه روسانو نېول کېدو په اړه نور تفصیل کې ویلي چې دوی د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال د جاسوسي کړنو لپاره لومړنی تیاری نیولی و. پولیسو ویلي پر دې دواړو شک وروسته له هغه رامنځته شو چې دوی د ډېرې لوړې بیې سیل ځای کې د درې اونیو لپاره د اوسېدو تابیا نیولې وه.
ورځپاڼې ددې کسانو د هویت په اړه او دا چې څه ډول جاسوسي یې کوله څه نه دي ویلي.