داووس ۲۰۲۰ ناسته؛ ولسمشر غني یې هم ګډونوال دی

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوالې ټولنې ناسته کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته تللی.

د ارګ پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي، له ولسمشر غني سره یو شمېر دولتي چارواکي هم په دې سفر کې ملګري دي.

ارګ وايي، ښاغلی غني د داووس په سرمشریزه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو او د داووس نړیوال اقتصاد مجمع له مشر سره هم وګوري.

له سې شنبې راهیسې د دلوې تر څلورمې د نړۍ یوشمېر سیاستوال او اقتصادي فعالان د سویس داووس په پنځمه نړیواله اقتصادي سرمشریزه کې سره جرګه کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د سویډن چاپېریال ساتنې ځوانه فعاله ګرتا ټونبرګ او ګڼې نورې مشهورې څېرې ددې ناستې ګډونوال دي.

۲۰۲۰ داووس ناسته

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال د داووس ناسته کې ګډون ونه کړ.

خو سپینې ماڼۍ ویلي، ټرمپ به داووس کې د عراق، پاکستان، سویس او اروپايي ټولنې له مشرانو سره وګوري.

په پام کې ده چې نوموړی به د سه شنبې په ورځ یادې ناستې ته په داسې وخت کې وینا وکړي، چې هم مهاله به د امریکا مشرانو جرګه کې د هغه د استیضاح په اړه غونډه روانه وي.

په داووس ناسته کې به د هندي سینما بالیووډ مشهوره اداکاره دیپیکا پادوکني هم ګډون وکړي او په پام کې ده چې د ذهني نارامۍ په اړه به د مبارزې په تړاو وینا وکړي.

د داووس د سږ کال د ګډونوالو کابو یو پر درېیمه برخه ګډونوال ( ۱۰۵۲کسان) به د لوېدیځې اروپا د هېوادونو وي.

د یادې ناستې تر ټولو کشره ګډونواله ۱۳ کلنه او تر ټولو بوډا ګډونوال یې ۸۹ کاله عمر لري.