د نړۍ تر ټولو ټیټ قد لرونکی سړی ومړ

Khagendra Thapa Magar visits New York City on 7 September 2010.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نیپال کې ګڼو وګړو د هغه پر مړینه خپله غمشریکي ښودلې ده.
د خپرېدو وخت

د نړۍ تر ټولو لنډ ۶۷٫۰۸ سانتي‌متره سړی کاګیندرا تاپا ماګر، چې د نړیوالو ریکارډونو 'ګینیس' کتاب کې هم ثبت شوی و، په نیپال کې په ۲۷ کلنۍ کې ومړ.

نوموړی د نیپال په یوه روغتون کې مړ شوی. ښاغلی تاپا مګر د نیپال بوګلنګ سیمه کې اوسېده.

د هغه ورور اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ورور یې د جمعې په ورځ ومړ او د ځیګر له التهابي کېدو ډېر ځورېده.

ښاغلی ماګر په ۲۰۱۰ کال په ۱۸ کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو د ټیټ سړي ریکارډ مات کړی و، چې د زوکړې مراسم یې په نړیواله کچه پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شول.

هغه مهال ده ویلي وو: "مهمه نه ده چې زه دې تر ټولو د ټیټې ونې سړی یم. زه لوی سړی یم. هیله لرم چې له خپلې مېرمنې سره یو ښه کور ولرم."

له ښاغلي ماګر د نړۍ د ټیټ سړي لقب هغه مهال واخیستل شو، چې د چاندرا بهادر ډنګي په نامه د یوه بل سړي قد ۵۴٫۶ سانتي متره و، خو ډنګي په ۲۰۱۵ کال ومړ او دا لقب بېرته ښاغلي ماګر ته ورکړل شو.

په نیپال کې ګڼو وګړو د هغه پر مړینه خپله غمشریکي ښودلې ده.