تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو ټیټ قد لرونکی سړی ومړ
د نړۍ تر ټولو لنډ ۶۷٫۰۸ سانتيمتره سړی کاګیندرا تاپا ماګر، چې د نړیوالو ریکارډونو 'ګینیس' کتاب کې هم ثبت شوی و، په نیپال کې په ۲۷ کلنۍ کې ومړ.
نوموړی د نیپال په یوه روغتون کې مړ شوی. ښاغلی تاپا مګر د نیپال بوګلنګ سیمه کې اوسېده.
د هغه ورور اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ورور یې د جمعې په ورځ ومړ او د ځیګر له التهابي کېدو ډېر ځورېده.
ښاغلی ماګر په ۲۰۱۰ کال په ۱۸ کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو د ټیټ سړي ریکارډ مات کړی و، چې د زوکړې مراسم یې په نړیواله کچه پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شول.
هغه مهال ده ویلي وو: "مهمه نه ده چې زه دې تر ټولو د ټیټې ونې سړی یم. زه لوی سړی یم. هیله لرم چې له خپلې مېرمنې سره یو ښه کور ولرم."
له ښاغلي ماګر د نړۍ د ټیټ سړي لقب هغه مهال واخیستل شو، چې د چاندرا بهادر ډنګي په نامه د یوه بل سړي قد ۵۴٫۶ سانتي متره و، خو ډنګي په ۲۰۱۵ کال ومړ او دا لقب بېرته ښاغلي ماګر ته ورکړل شو.
په نیپال کې ګڼو وګړو د هغه پر مړینه خپله غمشریکي ښودلې ده.