هالنډي سړي "د نړۍ تر ټولو جګې ونې لرونکي"

د عکس سرچینه، THINKSTOCK

    • Author, جونتن اموس
    • دنده, د بي بي سي د ساینسي چارو خبریال، مانچسټر
  • د خپرېدو وخت

په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د هالنډ نارینه او د لاتویا ښځې د نړۍ په ګردو انسانانو کې د جګې ونې لرونکي انسانان دي.

په هالنډ کې د نارینه وو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۸۳ سانتيمترو ته رسېږي، خو په لاتویا کې بیا د ښځو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۷۰ سانتيمتره دی.

په دې څېړنه کې، چې "اې لایف" ژورنال کې خپره شوې ده، له ۱۹۱۴ کلونو راهیسې په ۱۸۷ هېوادونو کې د وګړو د ودې تمایل ته کتنه شوې ده.

د څېړنې پایلو کې ویل شوي، ایراني سړي او د سوېلي کوریا ښځو د قد اوږدوالي کې ډېر پرمختګ کړی، داسې چې د ونو اوسط اوږدوالی یې په ترتیب سره تر ۱۶ او ۲۰ سانتي مترو پورې ډېر شوی دی.

په دې ترتیب سره، په ۱۹۱۴ کال د ونو د جګوالي له اړخه د امریکا نارنه په درېیم او ښځې په څلورم مقام کې و، خو سږ کال ۳۷ درجې او ۴۲ درجو ته راښکته شوي دي.

ویل شوي چې اروپايان په نړۍ کې د جګې ونې لرونکي دي، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د وګړو وده تقریباً ثابته پاتې شوې ده.

لاتویا کې د ښځو د ونې اوسط لوړوالی ۱۷۰ سانتيمتره دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاتویا کې د ښځو د ونې اوسط لوړوالی ۱۷۰ سانتيمتره دی.

په ختیځ تیمور کې د نارینه وو د ونو اوسط اوږدوالی ۱۶۰ سانتيمتره ښودل شوی، چې په ډې سره په نړیواله کچه تر ټولو د ټیټې ونې انسانان ګڼل شوي.

په څېړنه کې راغلي، له ۱۹۱۴ راهیسې د ګواتیمالا ښځې تر ټولو د ټیټې ونې لرونکې دي، داسې چې هلته له تېرې یوې پېړۍ راهیسې د ۱۸ کلنې پېغلې د ونې اوسط اوږدوالی ۱۴۰ سانتيمتره و، خو اوس ۱۵۰ سانتيمتره ښودل شوی.

په ختیځه اسیا کې بیا د انسانانو د ونو اوږدوالي وده کړې، جاپان، چین او سوېلي کوریا کې د وګړو د ونو اوږدوالی د ۱۰۰ کلونو پخوا په پرتله لوړ شوی دی.

په لندن کې د امپریال کالج ګډون کوونکي او لیکوال جیمز بینتام ویلي: "په تېرو سلو کلونو کې هند، سوېلي اسیا کې پاکستان او بنګله دېش او افریقا کې لویه صحرا د نړۍ له هغو برخو څخه وو، چې تر ډېره پکې د انسانانو ونو وده ونه کړه او څېړنه پکې شوې وه. په دغو سیمو کې د وګړو د ونو اوږوالي زیاتوالی د یوه سانتيمتر او شپږو سانتيمترو ترمنځ و."

په حقیقت کې، د تېرې پېړۍ له اویایمې لسیزې راهیسې د افریقا لویه صحرا کې د انسانانو ونې ټیټې شوې دي. خو په یوګندا او سیرالیون غوندې هېوادونو کې بیا د عادي سړیو د ونو اوږدوالی ایله څو سانتيمتره ډېر شوی.

شاید د نړۍ په ټولو برخو کې د اندام د اوږدوالي توپیر د وراثت له کبله هم وي، خو د څېړنې سمبالوونکي وايي، امکان نه لري چې ډې اېن اې دې ددغه توپیر اصلي لامل وي.

د ۱۹۱۴ کال د څېړنې له مخې، د هالنډ نارینه د لوړې ونې لرونکو انسانانو دویم کتار کې راغلي وو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ۱۹۱۴ کال د څېړنې له مخې، د هالنډ نارینه د لوړې ونې لرونکو انسانانو دویم کتار کې راغلي وو

د څېړنې اصلي لیکوال او د لندن امپریال کالج یوه عالم ماجد عزتي بي بي سي ته وویل، د انسان د ونې لوړوالي کې د ښو خوړو، ښې روغتیا او سوکاله ژوند اغېز ډېر دی. د میندوارۍ پرمهال هم د میندو ښه تغذیه کول او ښه روغتیا ههم مهم عامل ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۴ کال د نړۍ د لوړو ونو لرونکي نارینه (په لیندیو کې د ۱۹۱۴ کال ترتیب):

  • هالنډ (۱۲)
  • بلجیم (۳۳)
  • استونیا (۴)
  • لاتویا (۱۳)
  • ډنمارک (۹)
  • بوسنیا (۱۹)
  • کرواتیا (۲۲)
  • سربستان (۳۰)
  • ایسلنډ (۶)
  • چِک جمهوریت (۲۴)

په ۲۰۱۴ کال د نړۍ د لوړو ونو لرونکې ښځې (په لیندیو کې د ۱۹۱۴ کال ترتیب):

  • لاتویا (۲۸)
  • هالنډ (۳۸)
  • استونیا (۱۶)
  • چک جمهوریت (۶۹)
  • سربستان (۹۳)
  • سلواکیا (۲۶)
  • ډنمارک (۱۱)
  • لیتوانیا (۴۱)
  • سپینه روسیه (۴۲)
  • اوکرایین (۴۳)