هغه خور مړه شوه، چې خپله برخه خواړه یې ورور ته ورکول

د عکس سرچینه، FENG VIDEO
د چینايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، هغه پېغله مړه شوې، چې تر کلونو پورې یې له ورور سره د مالي مرستې لپاره له ځانه ډوډۍ سپموله.
تېر کال د وو هوایان نومې دغې نجلۍ تصویرونو په چین کې ډېر خلک سخت خواشیني کړل. کله چې چارواکو نوموړې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې روغتون ته بیوله، وزن یې د ډېرې لوږې ګاللو له کبله ایله ۲۰ کیلو ته غورځېدلی و.
له بستري کېدو وروسته ډېرو خلکو ورسره مالي مرستې وکړې، خو ورور یې وویل، هوایان د دوشنبې پر ورځ ومړه.
اغلې هوایان چونقپینګ مارننګ پوسټ نومې خبرې شبکې ته ویلي و، د انا او پلار له مړینې وروسته یې ځکه رسنیو سره حال شریک کړ، چې د هغوی درملنې لپاره یې پیسې نه درلودې.
هغې ویلي و:
''نه غواړم زه هم له همدې تجربې تېره شم او د بې وزلۍ له کبله مرګ ته انتظار وکړم. ''
د هغې ورور چې نوم یې نه دی یاد شوی، بیجینګ یوت ډیلي ورځپاڼې ته ویلي، خور یې د مړه کېدو پر مهال ۲۴ کلنه وه.
تېر کال ډاکټرانو ویل، د پوهنتون درېیم کال دغې محصلې پنځه کاله پوره خواړه نه دي خوړلي او له همدې کبله یې زړه او پښتورګو کې ستونزې پیدا شوې دي.
د وو هوایان مور د نوموړې څلور کلنۍ پر مهال مړه شوې وه او پلار یې لا هغه مهال مړ شو، چې دا په ښوونځي کې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
انا یې تر یوه وخته پالنه کوله او وروسته یې یوه تره او ترور پالنه کوله، چې دوی ته یې هره میاشت ایله ۳۰۰ یووان ورکول. د دې پېسو ډېره برخه د اغلې هوایان مشر ورور پر درملنه لګېده، چې دماغي ستونزې لري.
له همدې کبله خپله هوایان ته د ورځې یوازې دوه یووان پاتې کېدل چې ویل کېږي تر پنځو کلونو پورې د مرچو او وریجو په خوړلو ګوزران کاوه. ډاکټرانو ویل، نوموړې کم خوراکۍ داسې حال ته رسولې وه، چې ان وروځې او د سر نیمايي ویښته یې تویې شوي وو.


















