هغه خور سخته رنځوره شوې چې د ورور درملنې لپاره یې له ځانه خواړه سپمول

وو هویان

د عکس سرچینه، FENG VIDEO

د عکس تشریح، دغې محصلې ځکه یوازې وریجي او شنه مرچ خوړل چې د خپل ناروغ ورور درملنې لپاره پیسې وسپموي
د خپرېدو وخت

خیریه فعالانو له هغې چینايۍ محصلې سره نژدې یو میلیون یووان مرسته کړې چې پنځه کاله یې د ورځې په دووه یووان یا نژدې ۲۰ امریکايي سینټه ګوزاره کوله.

کله چې د ۲۴ کلنې وو هویان د ژوند کیسه په ځايي رسنیو کې خپره شوه، د چین په لر او بر کې یې خلک حیران او خواشیني کړل.

دغې محصلې زده کړه هم کوله او له ورور سره د مرستې لپاره یې له ځانه خواړه سپمول چې پایله کې یې سخته خوار ځواکې او روغتون ته ورسېده.

داغلې هویان د ژوند کیسې له کبله پر چارواکو هم نیوکې شوې چې ولې یې له حاله مخکې خبر نه و او ولې ورسره مخکې مرسته نه ده شوې.

اوس د دغې محصلې لپاره د ټولې شوې مرستې کچه ۱۱۴ زره ډالرو ته رسېدلې.

د چینايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه ځوانه ښځه د روانې میاشتې لومړيو کې روغتون ته ورغله او په ساه اخیستو کې د ستونزې شکایت یې وکړ او هغه وخت یې قد ایله څلور فوټه پنځه انچه و او ټولټال وزن یې په سخته تر ۲۰ کیلو یو څه زیات و.

ډاکټران وايي، پرلپسې پنځه کاله د خورا لږ خوراک له کبله دغه ښځه د زړه او پښتورګو په روغتیايي ستونزو اخته شوې.

دغه محصله وايي، ځکه یې پیسې سپمولې چې له خپله ناروغ ورور سره مرسته وکړي.

د نوموړې مور د دې څلور کلنۍ پر مهال مړه شوې او پلار یې هغه مهال ومړ چې دا په ښوونځي کې زده کونکې وه. دا او ورور یې وروسته لومړي سر کې انا او بیا یوه تره پالل چې هره میاشت یې ۳۰۰ یووان یا ۴۲ ډالره لګښت ورکاوه.

د دې پېسو ډېره برخه به د اغلې هویان د کشر ورور پر درملنه لګېدې چې ذهني ناروغ دی.

خپله اغلې هویان ته د ورځې دوه یووان پاتې کېدل چې ایله به یې پرې یو څه وریجې او شنه مرچ خوړل. دغه خور او ورور د ګویژو ولایت اوسېدونکي دي چې د چین له ډېرو بې وزله ولایتونو یو دی.