قهرېدلو خلکو د اسټرالیا لومړی وزیر سپک کړ

دغې ښځې په لوړ غږ پوښتنه کوله: لومړی وزیره، د هغو کسانو په تړاو څه وایې، چې ووژل شول؟

د عکس سرچینه، ABC

د عکس تشریح، دغې ښځې په لوړ غږ پوښتنه کوله: لومړی وزیره، د هغو کسانو په تړاو څه وایې، چې ووژل شول؟
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن له هغه وروسته یوه ښارګوټي ته خپل سفر لنډ کړ، چې د سیمې ځینو اوسېدونکو یې نژدې ګرېوان ته لاس اچولی و. د نیو سوت ویلز ایالت کوبارګو ښارګوټي اوسېدونکي دا وروستیو کې د پراخې اور لګېدنې ته د حکومتي غبرګون له کبله غوسه وو.

د پنجشنبې پر ورځ کله چې لومړی وزیر سکاټ مورېسن سیمې ته ورغی، ځایي خلک پرې راټول شول او په سختو الفاظو یې نوموړی اړ ایست چې له سیمې پښې سپکې کړي.

د سیمې خلک وایي وايي، د دغې اورلګېدنې مخنیوي لپاره چې د اونۍ پیل کې یې دوه کسان وژلي او ګڼ نور یې بې کوره کړي، حکومت ناغیړي کړې ده.

خو لومړی وزیر وايي د خلکو (غیر ارادي احساساتو) نه دی حیران کړی. کله چې لومړی وزیر د سیمې په سویل کې سمندر غاړې ته نژدې دغه ښارګوټي ته ورسېد، هلته ولاړو خلکو کې یوې ښځې پرې غږ وکړ:

"زموږ د ښار دفاع لپاره ولې یوازې څلور لارۍ استول شوې، ځکه چې موږ ډېرې پېسې نه لرو؟ خو لومړی وزیره! زموږ زړونه د سرو زرو دي".

کله چې لومړی وزیر د خلکو له دغې ډلې بېرته ستنېده، هلته نور کسان هم ورسېدل چې د نوموړي خلاف یې شعارونه ورکول او هغه یې (احمق) باله.

یوه بل سړي په لوړ غږ ورته وویل: له دې ځایه به له دې وروسته هېڅ رایه تر لاسه نه کړې، ملګریه! لیبرال (ګوند) ته نورې رایې نه شته، ته نور بهر شوې زویه!

ښاغلي موریسن خپل سفر په نیمايي کې پرېښود

د عکس سرچینه، ABC

د عکس تشریح، ښاغلي موریسن خپل سفر په نیمايي کې پرېښود

بل لور ته د سیمې اداري مشر په ونو، بوټو کې د لګېدلي اور خطر ډېرېدو له کبله د یوې اوونۍ لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی. له سپتمبر میاشتې راهیسې په نیو سوت وېلز او ګاونډي ایالت ویکټوریا کې دغې اورلګېدنې ۱۸ کسان وژلي او نژدې ۱۲۰۰ کورونه یې په ایرو بدل کړي دي.

له دغې سیمې زرګونه سیلانیان هم تښتي، چې د اړتیا وړ توکو لېږد هم ورته له خنډ او ځنډ سره مخ دی. بل لور ته په ویکټوریا سیمه کې د نژدې ۴۰۰۰ کسانو ایستلو لپاره پوځیان چمتووالی کوي.

روانه اونۍ په کوبارګو ښارګوټي کې د اور لګېدو له کبله دوه کسان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روانه اونۍ په کوبارګو ښارګوټي کې د اور لګېدو له کبله دوه کسان وژل شوي دي