تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قهرېدلو خلکو د اسټرالیا لومړی وزیر سپک کړ
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن له هغه وروسته یوه ښارګوټي ته خپل سفر لنډ کړ، چې د سیمې ځینو اوسېدونکو یې نژدې ګرېوان ته لاس اچولی و. د نیو سوت ویلز ایالت کوبارګو ښارګوټي اوسېدونکي دا وروستیو کې د پراخې اور لګېدنې ته د حکومتي غبرګون له کبله غوسه وو.
د پنجشنبې پر ورځ کله چې لومړی وزیر سکاټ مورېسن سیمې ته ورغی، ځایي خلک پرې راټول شول او په سختو الفاظو یې نوموړی اړ ایست چې له سیمې پښې سپکې کړي.
د سیمې خلک وایي وايي، د دغې اورلګېدنې مخنیوي لپاره چې د اونۍ پیل کې یې دوه کسان وژلي او ګڼ نور یې بې کوره کړي، حکومت ناغیړي کړې ده.
خو لومړی وزیر وايي د خلکو (غیر ارادي احساساتو) نه دی حیران کړی. کله چې لومړی وزیر د سیمې په سویل کې سمندر غاړې ته نژدې دغه ښارګوټي ته ورسېد، هلته ولاړو خلکو کې یوې ښځې پرې غږ وکړ:
"زموږ د ښار دفاع لپاره ولې یوازې څلور لارۍ استول شوې، ځکه چې موږ ډېرې پېسې نه لرو؟ خو لومړی وزیره! زموږ زړونه د سرو زرو دي".
کله چې لومړی وزیر د خلکو له دغې ډلې بېرته ستنېده، هلته نور کسان هم ورسېدل چې د نوموړي خلاف یې شعارونه ورکول او هغه یې (احمق) باله.
یوه بل سړي په لوړ غږ ورته وویل: له دې ځایه به له دې وروسته هېڅ رایه تر لاسه نه کړې، ملګریه! لیبرال (ګوند) ته نورې رایې نه شته، ته نور بهر شوې زویه!
بل لور ته د سیمې اداري مشر په ونو، بوټو کې د لګېدلي اور خطر ډېرېدو له کبله د یوې اوونۍ لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی. له سپتمبر میاشتې راهیسې په نیو سوت وېلز او ګاونډي ایالت ویکټوریا کې دغې اورلګېدنې ۱۸ کسان وژلي او نژدې ۱۲۰۰ کورونه یې په ایرو بدل کړي دي.
له دغې سیمې زرګونه سیلانیان هم تښتي، چې د اړتیا وړ توکو لېږد هم ورته له خنډ او ځنډ سره مخ دی. بل لور ته په ویکټوریا سیمه کې د نژدې ۴۰۰۰ کسانو ایستلو لپاره پوځیان چمتووالی کوي.