امریکايي اډه کې سعودي محصل درې کسان په ډزو وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا فلوریډا یوه پوځي اډه کې د محمد سعید الشمراني په نوم د هوايي ځواکونو یوه سعودي محصل په ډزو درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي او وروسته دی هم په ډزو وژل شوی.
دا د امریکا فلوریډا ایالت په پنساکولا اډه کې په تېره یوه اونۍ کې دویم برید دی.
امریکايي رسنیو د دې ایالت د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، بریدګر د سعودي د وسله والو هوايي ځواکونو محصل و.
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز دا برید غندلی او دا یې یو کرکجن جرم بللی دی.
چارواکي وايي، دغه سعودي محصل د زدکړې په ټولګي کې پر خپلو همټولګیوالو او ملګرو ډزې کړې دي بیا پر ده هم ډزې شوې او وژل شوی دی.
د سیمې پولیسو منلې چې په برید کې اته نور کسان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه د برید انګیزه مالومه نه ده.
د سعودي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پربنسټ ویلي، "د دغه کرکجن جرم عامل د سعودي د ولس استازیتوب نه کوي او سعودي به ددغه جرم په تړاو په څېړنو کې د امریکا له امنیتي بنسټونو سره پوره همکاري وکړي".
د فلوریډا واکمن ران ډیسانټیس خبریالانو ته ویلي: "ښکاره ده چې ددغه بهرني وګړي په اړه ډېرې پوښتنې شته، دی د سعودي د هوايي ځواک اړوند او زموږ په خاوره کې محصل و."
دا په روانه اونۍ کې په دې پوځي اډه کې دویمه پېښه ده.

د عکس سرچینه، Josh Brasted/Getty Images
د امریکا د سمندري ځواکونو یوه بل افسر د تېرې چارشنبې په ورځ د هاوای په پیرل هاربر پوځي اډه کې دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر لیکلي د پېښې په اړه یې بشپړ رپوټ ترلاسه کړی دی:
"په دې سخت وخت کې مې زړه د قربانیانو له کورنیو سره غمجمن دی او دوی ته دعاوې کوم".
په پنساکولا کې د سمندري ځواکونو د وېبپاڼې پربنسټ، په دې اډه کې تر ۱۶ زرو ډېر پوځيان او ۷۴۰۰ ملکي کارکوونکي دي.



















