د امریکا فلوریډا کې د ۲ کسانو وژل او ۱۴ ټپي کېدل

ر

د عکس سرچینه، AFP/ WJXT TV

د عکس تشریح، برید د وخت تېري په ستر مرکز کې شوی دی.
د خپرېدو وخت

د فلوریډا ایالت په جکسونویل ښار کې پولیس وايي، د سیل او ساعت تیرۍ پر یوه مرکز کې یوه بریدګر په ډزو دوه کسان ووژل.

ویل کېږي نوموړي ۱۴ کسان ټپي کړي هم دي.

برید ټیک هغه مهال وشو چې د کمپیوټري لوبو سیالي روانه وه.

دا سیالي د امریکا د فوټبال سیالیو رسمي برخه ده.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو انځورونو کې لیدل کیږي چې ډزې کیږي، خلک هرې خواته منډې وهي او د مرستې غوښتنه کوي.

له پیښې سملاسي وروسته د سیمې پولیسو دا ځای کلابند کړ او د ښار د پولیسو مشر له خلکو وغوښتل چې د پيښې له ځای لرې پاتې شي.

ولې برید وشو؟

ر

د عکس سرچینه، GLHF Game Bar

د عکس تشریح، پېښه د کمپیوټري لوبو پر مهال شوې ده.

امریکايۍ ورځپاڼې لاس انجلس د رپوټ له مخې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه لوبغاړي لوبه وبایلله.

هغه د لوبې له بایللو سملاسي وروسته پر خلکو ډزې پیل کړې او وروسته یې ځان هم وواژه.

پولیس دا بریدګر ډیویډ کاتز بولي چې ۲۴ کاله عمر یې درلود او د بالتیمور اوسېدونکی و.

پولیس وايي، د ډزو پر مهال ډېر خلک وتښتېدل او ځانونه یې پټ کړل.

یو کس وايي، د ډزو پرمهال د موټرو په تم ځی کې و:

"بریدګر مې ولید چې ټوپک په لاس یې منډې وهلې او ډزې یې کولې. د کتابتون پر لورې مې منډه کړه چې ګوندي هلته خپل ملګري ووینم".

فلوریډا کې بریدونه

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د روان کال مارچ کي د متحده ایالتونو پنسلوینیا کې خلک د وسلو بندولو په ملاتړ مظاهرې کوي.

فلوریډا ایالت په تیرو څو کلونو کې د دا ډول پیښو شاهد و ، چې په ځینو کې یې درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.

له دې ډلې په ۲۰۱۶ کال کې پر یوه شپې کلب برید وشو چې ۴۹ تنه په کې ووژل شول.

روان کال په فبرورۍ میاشت کې د همدې ایالت په پارکلنډ ښار کې وشو چې ۱۷ تنه یې ووژل.