د طالبانو برید کې د څلورو امریکايانو وژل کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل شمال ته د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو د ځانمرګي برید له امله څلور امریکايان وژل شوي او درې ټپیان دي.
وسلوالو طالبانو یوه بیانیه کې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، پېښه د دوشنبې په ورځ مازیګر د دې ولسوالۍ صیاد پل کې هغه مهال وشوه چې بهرني ځواکونه خپلې اډې ته روان وو.
افغانستان کې امریکايي ځواکونو هم یوه بیانیه کې ویلي، بګرام کې د امریکايي ځواکونو اډې ته نږدې د چاودنې له امله د دغه هېواد درې پوځیان او یو قراردادي وژل شوي دي.
دې بیانیه کې د دریو امریکايي سرتېرو د ټپي کېدو خبره هم شوې ده.
بګرام اډه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهمه او ستره اډه ده.
تېرو کلونو کې بیا بیا وسلوالو مخالفانو پر دغه اډه بریدونه کړي دي.
ښاغلی قدوسي وايي، برید موټر بم سره شوی او له امله یې د امریکايي ځواکونو یو زغرګاډی هم زیانمن شوی دی.
د امریکايي ځواکونو پرضد د طالبانو دا برید په داسې مهال دي چې امریکا له دې ډلې سره په خبرو بوخته ده او سولې ته د رسېډو له لارې غواړي ۱۸ کلنه افغان جګړه پای ته ورسوي، خو دا خبرې تراوسه کومه څرګنده نتیجه نه لري.



















