ایران اعتراضونه: روحاني پر 'دښمنانو' بریا اعلان کړه

د عکس سرچینه، Isna
د ایران ولسمشر حسن روحاني د تېلو بیو لوړوالي خلاف د مظاهره کوونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو خونړي عملیات د 'دښمن ' دسیسې ناکامول بللي دي.
ښاغلی روحاني وايي، د هغو نارامیو تر شاه د امریکا، اسرایلو او سعودي عرب لاس و چې په وینا یې 'ورانکارو عناصرو ' رامنځته کړل.
بل لور ته د بښنې نړیواله اداره 'ایمنسټي انټر نېشنل ' وايي، ایران کې د تېلو بیې لوړېدو پسې له جمعې ورځې راهیسې ممکن په لسګونو کسان وژل شوي وي.
د بښنې نړیواله ادراه د تایید شویو ویډګانو او د شاهدانو د شهادت او د انساني حقونو له پلټونکو د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې وايي، ایران کې د تېلو بیې د لوړېدو او ګرانۍ په اعتراض کې له سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې رپوټ کې راغلي چې د نومبر پر ۱۵ د مظاهرو پیلېدو راهیسې، د ایران ۲۱ ښارونو کې نږدې ۱۰۶ کسان وژل شوي.
د پنجشنبې پر ورځ د عدلیې یوه ویاند وویل، وضعیت کنټرول شوی دی، خو په ایران کې یو شمېر کسانو د ټیلیفون له لارې بي بي سي فارسي څانګې ته وویل، د چهارشنبې پر ورځ لا هم په لارو کوڅو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای وو او احتجاج کوونکي په کوچنیو ډلو وېشل شوي دي.
بل لور ته د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، رشت، ګورګان، همدان، او شهریار ښارونو کې زرګونو کسانو د حکومت په پلوۍ لاریونونه کړي دي.
د ایمنسټي انټرنېشنل په رپوټ کې ویل شوي، ځینې رپوټونه د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو خبره کوي. خو تراوسه دې برخه کې ایران رسمي مالومات نه دي خپاره کړي.
د بښنې نړیواله اداره دا هم وايي، چې خوزستان د ۳۲ مړو او کرمانشاه د ۳۰ مړو لرلو سره داسې دوه ولایتونه دي چې مظاهرو کې یې ډېر کسان وژل شوي دي.
دې رپوټ کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خبرو ته اشاره شوې چې معترضان یې "اشرار" بللي دي او زیاته شوې چې نوموړي د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره امنیتي ځواکونو ته شین څراغ ښودلی دی.

د عکس سرچینه، Rex Features
د بښنې نړیواله اداره کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څېړنو مشر فلېپ لوټر ایران کې د مظاهره چیانو "د وژنکې او وحشیانه ځپنې" د سملاسي درېدو غوښتنه کړې ده:
دې ادارې له ایرانیو چارواکو غوښتي چې د سوله ییزو غونډو او بیان ازادۍ حق ته درناوی وکړي او انټرنېټ ته لاسرسی بیا برابر کړي.
د بښنې نړیواله اداره د عیني شاهدانو او تایید شویو ویډیوګانو له مخې وايي: "له بامونو نښه ویشتونکي او یوه چورلکه پر خلکو ډزې کوي".
د بښنې نړیواله اداره وايي: "څو شاهدانو ویلي چې امنیتي ځواکونه له سړکونو او روغتونونو مړي او ټپیان بهر وړي".

د عکس سرچینه، IRNA
دې رپوټ کې دا هم راغلي چې امنیتي او استخباراتي چارواکي د قربانیانو کورنیو ته مړي نه سپاري او یا هم دا کورنۍ مجبوروي چې دا مړي ژر ښخ کړي.
دا ادراه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون له نړیوالې ټولنې غواړي چې ایراني چارواکي "د سوله ییزو مظاهرو او بیان ازادۍ د ځپلو او بې قانونه وژلو مسوول" وبولي.
د ایران حکومت له هغه ناڅاپي اعلان وروسته چې وايي پټرولو وېش ونډه ییز کوي او بیه یې لوړوي، دغه هېواد کې احتجاجونه پيل شول. د جمعې پر ورځ ایران کې د پټرولو بیې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې شوې.
حکومت د امریکا له لوري پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو اغېز کمولو لپاره، چې د دغه هېواد اقتصاد یې سخت ځپلی، هغه درنې سبسایډۍ بېرته اخیستې چې مخکې یې د بیو کنټرول لپاره ورکولې.
په ۲۰۱۸ کال کې چې د امریکا متحده ایالتونه د ایران اتومي پروګرام له هوکړې په شا شو، پر دغه هېواد د پټرولو صادرولو سخت بندیزونه ولګېدل.



















