د ۷۳ کلنې ښځې او ۸۲ کلن خاوند کره یې غبرګونې لوڼه وزېږېدې

د هند اندرا پردېش ایالت کې یوې ۷۳ کلنې ښځې غبرګونې لوڼې وزېږولې. ځايي روغتیا پالانو د ای وې ایف روغتیايي مېتود په مرسته د نجونو زېږېدنه کې مرسته کړې.
د دغې ښځې درملنه کوونکې ډاکټرې اوما شنکر بي بي سي تیلګو څانګې ته ویلي:
''د مور او ماشومانو روغتیا ښه ده. ''
دغه ۷۳ کلنه ښځه مانګایاما یاراماتي نومېږي او وايي، دې او ۸۲ کلن مېړه یې تل د اولاد درلودو ارمان کاوه، خو له ننه مخکې یې داسې تصور هم نه کاوه.
له مېړه یې سیتارام راجاراو نه پوښتنه وشوه، چې که د پاخه عمر له کبله دی یا مېرمن یې له کومې ستونزې سره مخامخ شي، نو څوک به یې د ماشومانو پالنه کوي؟ نوموړي د بي بي سي تیلګو ژبې څانګې ته د پنجشنبې پر ورځ وویل:
''موږ ډېر خوښحال یو. زموږ په واک کې هېڅ نه شته، خو څه چې کېږي، هغه به هرو مرو کېږي، دا هر څه د خدای په واک کې دي. ''
بل لور ته د لوڼو له زېږېدو یوه ورځ وروسته پر سیتارام راجاراو ناڅاپي دماغي حمله راغلې او ویل کېږي اوس یې درملنه کېږي.
دغه جوړه وايي، د دوی لپاره د ماشومانو درلودل ځکه هم مهم دي چې په کلي کې پېغور ورکول کېده.
مېرمن یارامتي وايي، ''دوی به شنډه ښځه بللم. ډېرو ډاکټرانو سره مو د درملنې لپاره ولیدل او ځکه مو اوس دا د ژوند تر ټولو خوږې شېبې دي. ''
ویل کېږي چې دواړه ماشومانې د جراحي عملیاتو پایله کې زېږېدلې دي چې په دغسې کمساري قضیو کې معمول دی. ۲۰۱۶ کال کې یوې بلې ۷۰ کلنې هندۍ دالجندر کور یو ماشوم زېږولی و.


















