تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرې ته د کوژدې وړاندیز سره امریکایی اوبو کې ډوب شو
یو امریکایی ځوان اوبو کې وروسته تر هغه ډوب او مړ شوی چې د رخصتۍ پرمهال یې تنزانیا کې د اوبو ژورو کې خپلې ملګرې ته د واده وړاندیز کړی و.
سټیفن ویبر او ملګرې یې کینیشا انتوان د بیمبا ټاپو سمندرغاړې مانتا ساتېري ځای کې د اوبو پر سر یوه جونګړه کې اوسېدل.
په یوه وېډیو کې ښکاري چې ویبر تر اوبو لاندې کینیشا ته د واده وړاندیز کوي.
کینیشا پر فېسبوک د خپل ملګري مړینه تایید کړې چې په وینا یې "بیا د اوبو له ژورو راستون نه شو".
د مانتا ساتېريځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، ویبر "تر اوبو لاندې د غوټې وهلو پرمهال مړ شوی".
دوی زیاتوي دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹مه) شوې ده.
ویبر او کینیشا تر اوبو لاندې له ساحل نه ۲۵۰ متره لیرې یوه کابین کې څلور ورځې بند پاتې وو، چې دا وېډیو کینیشا ډکه کړې ده.
ددغه کابین د یوې شپې کرایه ۱۷۰۰ ډالره وه.
د دوی په دریمه ورځ ویبر اوبو ته غوټه ووهله.
ویبر د لامبو عینکې په سترګو کړې وې او د کابین کړکۍ ته نژدې یې یو کاغذ نیولی و او کینیشا یې د واده د وړاندیز وېډیو ډکوله.
ویبر پر دغه کاغذ لیکلي وو "نور مې د صبر کاسه ډکه شوې ده، باید ووایم چې مینه درسره لرم.. دا مینه مې هره ورځ په زیاتېدو ده".
د وېډیو په یوه بله برخه کې ویبر دا کاغذ اړوي او د واده وړاندیز کوي، یوه ګوتمۍ ورسره ده او لیرې غوټه وهي.
ساوس بي بي سي ته ویلي، هلته ژغورونکو هڅه وکړه چې نوموړی ومومي خو هېڅ یې ونه شو کړای.
کینیشا ویلي، ویبر هومره هم ژوندی پاتې نه شو چې د دې دا ځواب واوري "هو، سل میلیون ځله موافقه یم".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تنزانیا کې د خپل یوه وګړي پر مړینه خبر شوی دی.
ددغه وزارت ویاند وايي "د هغه له کورنۍ سره غمشریکي کوو. موږ مرستې ته چمتو یو."