ملګرې ته د کوژدې وړاندیز سره امریکایی اوبو کې ډوب شو

له ویبر سره د واده ګوتمۍ هم وه

د عکس سرچینه، Kenesha Antoine

د عکس تشریح، له ویبر سره د واده ګوتمۍ هم وه
د خپرېدو وخت

یو امریکایی ځوان اوبو کې وروسته تر هغه ډوب او مړ شوی چې د رخصتۍ پرمهال یې تنزانیا کې د اوبو ژورو کې خپلې ملګرې ته د واده وړاندیز کړی و.

سټیفن ویبر او ملګرې یې کینیشا انتوان د بیمبا ټاپو سمندرغاړې مانتا ساتېري ځای کې د اوبو پر سر یوه جونګړه کې اوسېدل.

په یوه وېډیو کې ښکاري چې ویبر تر اوبو لاندې کینیشا ته د واده وړاندیز کوي.

کینیشا پر فېسبوک د خپل ملګري مړینه تایید کړې چې په وینا یې "بیا د اوبو له ژورو راستون نه شو".

د مانتا ساتېريځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، ویبر "تر اوبو لاندې د غوټې وهلو پرمهال مړ شوی".

دوی زیاتوي دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹مه) شوې ده.

ویبر او کینیشا تر اوبو لاندې له ساحل نه ۲۵۰ متره لیرې یوه کابین کې څلور ورځې بند پاتې وو، چې دا وېډیو کینیشا ډکه کړې ده.

ددغه کابین د یوې شپې کرایه ۱۷۰۰ ډالره وه.

د دوی په دریمه ورځ ویبر اوبو ته غوټه ووهله.

ویبر د لامبو عینکې په سترګو کړې وې او د کابین کړکۍ ته نژدې یې یو کاغذ نیولی و او کینیشا یې د واده د وړاندیز وېډیو ډکوله.

ویبر پر دغه کاغذ لیکلي وو "نور مې د صبر کاسه ډکه شوې ده، باید ووایم چې مینه درسره لرم.. دا مینه مې هره ورځ په زیاتېدو ده".

كينيشا او ويبر

د عکس سرچینه، Kenesha Antoine on Facebook

د عکس تشریح، کینیشا ویلي، ویبر هومره هم ژوندی پاتې نه شو چې د دې دا ځواب واوري چې "هو، سل میلیون ځله موافقه یم".

د وېډیو په یوه بله برخه کې ویبر دا کاغذ اړوي او د واده وړاندیز کوي، یوه ګوتمۍ ورسره ده او لیرې غوټه وهي.

ساوس بي بي سي ته ویلي، هلته ژغورونکو هڅه وکړه چې نوموړی ومومي خو هېڅ یې ونه شو کړای.

کینیشا ویلي، ویبر هومره هم ژوندی پاتې نه شو چې د دې دا ځواب واوري "هو، سل میلیون ځله موافقه یم".

د کانیشیا د لاسنیوي لپاره له ویبر سره اوبو کې یوه لوحه هم وه

د عکس سرچینه، Kenesha Antoine on Facebook

د عکس تشریح، د کانیشیا د لاسنیوي لپاره له ویبر سره اوبو کې یوه لوحه هم وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تنزانیا کې د خپل یوه وګړي پر مړینه خبر شوی دی.

ددغه وزارت ویاند وايي "د هغه له کورنۍ سره غمشریکي کوو. موږ مرستې ته چمتو یو."

د اوبو پر سر هغه جونګړه چې ویبر او کانیشیا کرایه کړې وه

د عکس سرچینه، The Manta Resort

د عکس تشریح، د اوبو پر سر هغه جونګړه چې ویبر او کانیشیا کرایه کړې وه