اوغلو: د ترکیې هوايي بریدونه ' سیمه ییزه لوبه بدلوي '

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو ویلي، د ' اسلامي دولت' ډلې او کرد بیلتون پالو خلاف د ترکیې هوايي بریدونه ' لوبه بدلولای شي '
د نوموړي په خبره داسې کوم پلان نه شته، چې پلي ځواکونه سوریې ته واستول شي او وايي د هوايي ځواکونو د بریدونو هدف له هغو ځواکونو سره مرسته کول دي چې سخت دریځي نه دي او له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه بوخت دي.
د یکشنبې په ورځ د ترکيې جیټ الوتکو په شمالي عراق کې د پي کې کې پر کمپونو بریدونه کړي.
د ترکي ورځپاڼو مدیرانو یوې غونډې ته وینا کې ښاغلي اوغلو وویل، چې د ترکیې له پوځي عملیاتو وروسته اوس د ده په خبره د سیمې کړکیچ کې یو نوی حالت رامنځته شوی دی.
د ترکیې حریت ورځپاڼې د نوموړي له قوله ویلي:
'د ترکیې شتوالی، چې په مثبت ډول خپل ځواک کاروولی شي، داسې حالت رامنځته کولای شي، چې په وسیله به یې عراق، سوریې او ټوله سیمه کې حالت بدل شي.'
د نوموړي په خبره نور هېوادونه باید اوس ' وګوري... او ورسره سم خپل دریځ وټاکي. '

د عکس سرچینه، Reuters
د بمي چاودنې سره هممهاله پي کې کې وسله والو ترک پولیس ووژل، چې دوی ورته له اسلامي دولت ډلې سره د ترکیې همکارۍ په سترګه کتل.
ترکیې له وروستیو بریدونو وروسته سوریې کې د ' اسلامي دولت ' ډلې پر هدفونو او په شمالي عراق کې د کردانو پي کې کې، پر کمپونو هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د جولای په شلمه د یوه ځانمرګي برید له کبله چې پړه یې پر ' اسلامي دولت ' ډلې اچول شوې د ترکیې په سورچ ښار کې چې ډېر اوسېدونکی یې کردان دي ۳۲ کسان وژل شوي وو.
خو د عراق شمال کې د پي کې کې خلاف دغو بریدونو سره دوه کلن اوربند هم پای ته ورسېد.
د یکشنبې په ورځ د ترکیې جیټ الوتکو یو ځل پر عراق الوتنې وکړې. د پي کې کې یوه ویاند په خبره دغو الوتکو دهوک او د ایربل شمال کې هدفونه په نښه کړي دي.
د پوځ په خبره سویل ختیځ ترکيې کې دیارباکر ته نژدې پر یوه لویه لار د پوځ یو ګاډي د سړک غاړي ماین چاودنې ښکار شو. د پوځ په وینا له هغه وروسته کرد وسله والو پر ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې دوه سرتيري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
بل لور ته ترکیې کې چارواکو سلګونه هغه مشکوک کسان نیولي، چې له 'اسلامي دولت' ډلې یا پي کې کې سره پرې د همکارۍ شکونه کېدل.


















