د ۵۰ ډالرو په غلا په عمري بند محکوم ترکاڼ خوشی شو

آلوین کنارد

د عکس سرچینه، CBS

د عکس تشریح، آلوین کنارډ ۳۶ کاله بندي و
د خپرېدو وخت

د امریکا الاباما ایالت یوه قاضي د هغه سړي د خوشي کولو امر کړی، چې له یوې نانوایۍ د ۵۰ ډالرو د غلا په تور په عمري بند محکوم شوی و.

۵۸ کلن الوین کنارډ په ۸۰ مو کلونو کې د هغه د وخت د الاباما سختو قوانینو مطابق د دغه جرم د بیا تکرارولو په پلمه په عمري بند محکوم شوی و.

تر ۳۶ کلن بند تېرولو وروسته د هغه د خوشي کولو لپاره د قاضي نظر د بندي د کورنۍ او ملګرو له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شو.

الوین کنارډ له بندي کېدا مخکې ترکاڼ و، د هغه وکیل وايي غواړي موکل یې بېرته ترکاڼۍ ته ستون شي.

نوموړی کله چې په ۱۹۸۳ کال کې ۲۲ کلن و، له یوه نانوای نه د چړې په زور پنځوس ډالره غلا کړل. که څه هم په دې غلا کې هېڅ کس ټپي نه شو، خو د محکمې قاضي د ښاغلي کنارډ په حق کې د نه بښنې وړ عمري بند حکم وکړ.

کنارډ له نانوای نه له غلا مخکې هم د درېیو غلاوو سابقه لرله چې د ایالت د قوانینو د ماتولو تکراري جرم ګڼل شوی و.

پر دغه قانون خلکې ټینګې نیوکې هم کړې وې، چې بیا وروسته بدل شو او اوس د جرم په تکرارولو هم د مجرم د بښل کېدو امکان شته.

ښاغلي کنارډ د محاکمې پرهال ویلي وو د خپلو ټولو کړنو مسؤولیت پر غاړه اخلي.

د هغه وکیل ویلي، د الاباما زندانونو کې 'سلګونه' بندیان د کنارډ په څېر له برخلیک سره مخامخ دي، خو دغه کسان د وکیل نه لرلو له کبله کلونه کلونه په زندان کې پراته دي.