څېړنه: د حیواناتو ډېره پالنه د اندېښنې او ځانوژنې لامل ګرځي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې نوې پوهنتوني څېړنې ویلي هغه کسان چې کرۍ ورځ د حیواني ډاکټرانو ازمېښتځیو کې له څارویو یا څاروي پالنې سره تېروي، تر ډېره د نورو کسانو پرتله ژوره اندېښنه او ان د ځانوژنې سوچ ورته پیدا کېږي.
په څېړنه کې راغلي، له حیواناتو سره اوسېدل او ډېر ناز ورکول سمې پایلې نه لري.
په امریکا کې د حیواني ډاکټرانو یوې څېړنډلې په نوې څېړنه کې په ډاګه شوې ده، د حیواناتو چارو کې رضاکاران او کارکوونکي تر ډېره د نورو خلکو پرتله ډېره اندېښنه لري او ان ځینې وخت د ځانوژنې په فکر کې هم وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
'ته پوهېږې چې هغه به ومري'
د برازیل په ساو پاولو کې ۲۹ کلنه انډریسا چیتشونا تل د هغو حیواناتو په ژغورنه بوخته وي چې هېر کړل شوي او یا ناسم چلند ورسره کېږي.
دا وايي: "ډېر ځله له دساې حیواناتو سره مخامخېږې چې له مرګ سره مخامخ وي او پوهېږې چې ژغورلی یې شې. په رڼو سترګو ورته ګورې، اندېښنه او خپګان دې ډېرېږي."
دا زیاتوي: "دا چې نړۍ له انسانانو ډکه ده، دا ډول دردوونکې شېبې زموږ په ذهنونو اغېز کوي."
اندریسا چې سابه خوره ده او غوښه نه خوري، وايي د حیواناتو حقونو کې خپلواکه فعاله ده.
نوموړې بي بي سي ته ویلي، له حیواناتو سره مینه لرل موږ د هغوی مرستې ته اړباسي.
خو دا ټینګار کوي چې له حیواناتو سره دوامدراه راشه درشه د انسان پر ورغتیا ناوړه اغېز کوي.
د ځانوژنې لوړې کچې خطر

د عکس سرچینه، Andressa Ciccone
یوې بلې پخوانۍ څېړنې په ډاګه کړې وه، حیواني ډاکتران تر ډېره د رواني روغتیا له ناروغیو کړېږي.
په تېره جنورۍ کې یوې څېړنې په ډاګه کړې وه چې د ۱۹۷۹ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د حیواناتو اړوندو ډاکټرانو کې د ځانوژنې کچه د امریکا په کچه په عمومي توګه د ځانوژنې له کچې سره برابره او یا ان درې برابره لوړه وه.
د یوه برازیلي تلوېزیون خبریالې لویزا میل په ۲۰۱۵ کال د کوڅه ډبو سپو او پیشوګانو د ژغورنې او پالنې لپاره یو پالنځی جوړ کړ.
لویزا بي بي سي ته وویل، څو کاله مخکې یې د حیواناتو د حقونو برخه کې خپل فعالیت پیل کړی دی:
"کله مو چې فعالیت پیل کړ، کارونه ښه روان وو، په تلوېزیون کې د حیواناتو په لیدو به چې ژړا راغله، ځینو ملنډې راباندې وهلې."
"ډېرو حیوانات پالنځیو ته ورغلم، د حیواناتو د ژوند او چاپېریال په لیدو به اندېښمنه شوم."

د عکس سرچینه، Getty Images
لویزیا وايي، د ځینو حیواناتو لپاره د اوسېدو سم چاپېریال جوړ شوی، خو نور بیا تر مرګه رسېږي "ځینې وخت بیخي سربداله کېدم همدا وه چې پرېکړه مې وکړه یوڅه موده له حیواناتو ځان لیرې کړم."

د عکس سرچینه، LUISA MELL
لویزیا له خواله رسنیو ځان لیرې ساتلی چې له اندېښنې ځان لیرې وساتي:
"په تېر کې د اندېښنې ښکار شوې وم؛ ځکه باوري وم چې په ګرده نؤۍ کې ټولو حیواناتو ته د مرستې لاس اوږدولی شم. نن پوه شوم چې دا کار زما له وسه وتلی دی، خو خپله هڅه به کوم. پر هر حیوان باید زړه سوی وشي."




















