یوه سپي ۸۰ ورځې د مړې څښتنې انتظار کاوه

Dog sat by road

د عکس سرچینه، Pear Video

د عکس تشریح، Pear video said the dog has been in the road since its owner died on 21 August
    • Author, ساره جینکین او کیري الین
    • دنده, بي بي سي نیوز او بي بي سي ماڼتېرینګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

چین کې یو وفادار سپی نژدې ۸۰ ورځې هغه ځای کې ویرجن ګرځېده چې څښتنه یې پکې مړه شوی وه.

د منګولیا هوهوت سیمې یوه سړک پر سر د دغه سپي اخیستل شوي تصویرونه پر سینا وایبو نومې خواله رسنۍ یو اعشاریه څلور میلیونه ځله کتل شوي دي.

د چاینا پېر ویډیويي پاڼې رپوټ ښيي د اګست پر ۲۱ مه د څښتنې له مړینې وروسته دغه سپی هره ورځ د پېښې ځای کې لیدل کېده.

یو ټیکسي چلوونکي وایي، خلکو به هڅه کوله چې مرسته ورسره وکړي، خو په وینا یې سپي به له هغه ځایه منډه کړه.

Dog in road

د عکس سرچینه، Pear Video

د عکس تشریح، خواله رسنیو کاروونکو د سپي خوندیتوب ته اندېښنې څرګندې کړې

هغه وايي:

''دغه سپی خپلې څښتنې ته سخت وفادار و. د هغې له وژل کېدو وروسته دی دلته ګواکې پهره کوي. هره ورځ یې وینم. ډرېوران خواړه ورکوي، خو دی منډه کړي. د سپي او انسان تر منځ تعلق رښتینی دی. ''

پر سېنا واېبو دسپي ویډیو د نومبر پر لسمه خپره شوې او ګڼو کسانو پرې کمنټونه کړي. یوه کس لیکلي:

''دا کوچنی سپی ډېر وفادار دی. موږ هم یو سپی درلود. د کلي له ښوونځي د راوتلو تر مهاله به یې راته انتظار کاوه. ''

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ YouTube پای

line

یوه بل کاروونکي بیا د سپي خوندیتوب ته اندېښنه ښوولې.

''د دغه سپي لپاره د لوی سړک په منځ کې درېدل خطرناک دي. هیله کوم یو څوک راپیدا شي، چې دا واخلي او یوه خوندي ځای ته یې یوسي. ''

Xiongxiong the loyal dog

د عکس سرچینه، PEAR VIDEO

د عکس تشریح، یوه سپي به له اورګاډي تم ځای بهر د څښتن انتظار کاوه

خو دا په چینايي خواله رسنیو کې لومړنی سپی نه دی، چې ستایل کېږي او پام وراوړي.

له دې مخکې د پېر ویډیو وېبياڼې کاروونکو پام هغه زاړه سپي ته واوښت چې له کاره د راتلو تر مهاله به یې اورګاډي تم ځای کې خپل څښتن ته انتظار کاوه.

۱۹۲۰ کال کې د جاپان هاچیکو د اکیتا نومی سپی ځکه مشهور شو، چې خپل څښتن به یې هره ورځ اورګاډي تم ځای کې لیدو ته ورته او د هغه له مړیني وروسته یې هم نهه کاله هره ورځ همدا معمول و.

د توکیو اورګاډي تم ځای بهر د وفادار سپي هچیکو مجسمه

د عکس سرچینه، WILL ROBB/LONELY PLANET

د عکس تشریح، د توکیو اورګاډي تم ځای بهر د وفادار سپي هچیکو مجسمه