د مبایل اعلان؛ استرالیا کې سامسونګ ته سرخوږی

د عکس سرچینه، Reuters
استرالیا د پېرونکو د غولولو په تور د مبایلونو لویې کمپنۍ سامسونګ پروړاندې قضیه پرانیستې چې وايي د خپل نوي ماډل موبایل اعلان کې د اوبو پروړاندې د مقاومت په اړه یې زیاتی کړی دی.
د استرالیا د سیالۍ او مشتریانو کمیټې ویلي چې سامسونګ په یوه ټلویزیوني اعلان کې یو مبایل ښيي چې یو لامبوزن یې د بحر اوبو کې دننه کوي. دوی دا یوه "ناسمه ادعا" بللې.
دې کمیټې ویلي، مخکې له دې چې د سامسونګ پروړاندې دوسیه پرانیزي، د دې شرکت ۳۰۰ اعلانونه یې ارزولې دي.
رویټرز د سامسونګ د چارواکو له قوله لیکلي چې دوی په خپل اعلان ټینګ دي او د محکمې پروړاندې به ترې دفاع وکړي.
په یوه بیان کې راغلي چې سامسونګ داسې یو اعلان جوړ کړی چې یو ډول مبایل یې د بحر اوبو کې ننویستل کیږي او بیا ویل کیږي چې دا اوبه په دې مبایل هېڅ اغېز نه شي کوای.
یادې استرالیايي کمیټې بیا ویلي چې کېدای شي سامسونګ دغه مبایل به د اوبو پروړاندې مقاومت ولري، خو د بحر مالګینو یا د لامبو لپاره اوبو پروړاندې مقاومت ادعا یې ناسمه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې کمیټې ویلي چې سامسونګ پر خپله ویب پاڼه مشتریانو ته سپارښتنه کړې چې نوی ماډل اېس ۱۰ مبایل دې په لامبوځایونو او سمندرغاړو کې نه کاروي او د کمیټې په وینا دې شرکت دغه مبایل په پوره توګه نه دی ازمایلی. خو وايي کمپنۍ د مشتریانو د جلبولو لپاره داسې کار کړی چې نباید شوی وای.
که په محکمه کې د سامسونګ پروړاندې فیصله وشي او دا قضايي دوسیه وبایلي، کېدای شي لویه جریمه پرې وټاکل شي.



















