آیا له خپل کاره ډېر ستړي یاست؟

Woman behind computer with head in her hands

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کاري ستړیا خلک نیولي، ګوښي او تل ستړي کولی شي.
د خپرېدو وخت

ایا هر وخت له حده ډېر ستړي یاست، له خپل کار او مسولیتونو تر پوزې راغلي یاست او فکر کوئ کاري غوښتنې ستاسې تر توانه پورته دي؟ که داسې وي نو تاسې د" کاري ستړیا" له ستونزې کړېږئ.

د روغتیا نړیوال سازمان اوس" کاري ستړیا" د یوې وظیفوي پدیدې په توګه پېژني او وايي "د هغې ناروغۍ نښه ده چې له مزمن کاري فشاره پیدا کېږي ځکه په سمه توګه یې غمه نه ده خوړل شوې".

نښې یې د خپل کار او کاري پایلو په اړه د ډېرې ستړیا احساسول، منفي فکر او له نورو بېزاري ده. خو نورو خلکو ته ګرانه ده چې پوه شي ستاسې ستونزه څه ده.

ډاکتره رېچل مورېس چې ۱۵ کاله کېږي د کاري ستړیا له کبله ناروغانو سره ګوري وايي "زه فکر کوم دا به پخپله تاسې ته ګرانه وي چې د خپلې ستونزې په نښو نښانو پوه شئ. خو د کتونکي په ډول تاسې ته نژدې خلک او آمرین مو کولی شي ستاسې په ستونزې پوه شي."

هغه وايي له کاري ستړیا کړېدونکي ناروغان ښايي پرځان بې باوره شي، بدبینه شي، تمه له لاسه ورکړي او له نورو ګوښي شي، خوراک یې بې نظمه شي او هر وخت د ستړیا احساس وکړي.

پر ما څه شوي؟

Man surrounded by digital screens

د عکس سرچینه، Cecilie_Arcurs

که فکر کوئ چې کېدای شي له کاري ستړیا کړېږئ نو لاندېنۍ پوښتنې له ځانه وکړئ.

  • ایا تاسې ته نژدې کوم کس درته ویلي چې کار مو کم کړئ؟
  • وروستیو میاشتو کې مو د خپل کار له کبله، د همکارانو، مشتریانو یا ناروغانو له امله اعصاب نه دي خراب شوي؟
  • له دې چې له خپلو ملګرو، کورنۍ او یا آن له ځان سره کافي وخت نشئ تېرولی د ګرموالي احساس نه کوئ؟
  • ځان ته چې ګورئ ورځ تر بلې احساساتي کېږئ نه، د بېلګې په ډول ژړا درشي، په قهر شئ، چغارې ووهئ او د نامعلوم لامل له کبله پر ځان فشار راولئ؟

که مو دې پوښتنو ته ځواب 'هو' وي نو ښایي د دې وخت وي چې ځان بدل کړئ.

young people walking

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خپلې فزیکي روغتیا ته نه پام هم د کاري ستړیا لامل کېدای شي.

کاري ستړیا ډېر وخت نیسي او یو پر بل انبارېږي چې ښايي له شپږو تر اتلسو میاشتو ونیسي.

د رواني ناروغیو ډاکتر جکي فرانسس واکر وايي "معمولاً خلک راځي او وايي یو دمي هغه څه نشي کولی چې پخوا یې کولی شوای. داسې وي لکه یو دمي چې یې خپله جادو له لاسه ورکړې وي."

ډاکتره واکر وايي، د کاري ستړیا تر ټولو لوی لامل ښايي داسې زهري کاري چاپېریال وي چې هلته فشار ډېر او اړیکي ښې نه وي.

هغه وايي سره له دې چې ځینې شرکتونه هڅه کوي چې د اغېزمن شوي کس ناروغ وضعیت روغ کړي، خو دا هڅې یوازې پر فرد څرخي. په داسې حال کې چې د کاري چاپېریال او د کار د ډول بدلون هم ښايي مهم وي.