افغانستان کې ځوانان ولې د ځان وژنې هڅه کوي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان په کچه په غزني او دایکندي ولایتونو کې د ځان وژني پېښې زیاتې ښودل کیږي.
    • Author, اسدالله جلالزی
    • دنده, بي‌بي‌سي _غزني
  • د خپرېدو وخت

د ځان وژنو دهڅو هغه شمېرې چې بي بي له افغان چارواکو ترلاسه کړي ښیي چې په دې وروستیو کې هره میاشت له ۵ تر ۱۱ افغان ځوانانو هڅه کړې چې ځان وژنه وکړي.

له دې ډلې یو کس هره میاشت په ځان وژنې بریالی شوی هم دی. په غزني ولایت کې په درېیو لومړیو میاشتو کې ۳۳، او په دایکندي کې بیا ۱۶ ځوانانو د ځان وژنې هڅه کړې.

په دوی څلور تنه يي په ځانوژني بریالی شوي هم دي. په افغان ځوانانو کې د ځان وژنې لوی لاملونه بیوزلي، کورنۍ ستونزې، تاوتریخوالی، د مشرانو ناوړه چلند او دتلویزیوني سریالونو څخه د پیښو کول، بلل شوي دي.

غزني
د عکس تشریح، دوست محمد ملګري اوس د هغه پر ځای مزدوري کوي

بي بي سي په غزني کې خان محمد په نامه له یو ۵۵ کلن خټګر سره خبرې وکړې چې زوی یې دوه اونۍ وړاندې ځان زندۍ کړی.

نوموړی وایي:

"زه ماښام پخلنځي ته ورغلم. ګورم چې یوه زړه لویه اوسپنه فلوکسپانه يي تر خپلو پښو لاندې ایښې وه او ځان يي په خپل څادر را ځړولی و. زما نور هیڅ له وسه نه کېدل. زوی مي له ما سره په کارونو کې مرسته کوله. جوړ روغ و".

د دوست محمد له ځان وژنې ډېر وخت نه و تیر شوی چې په ناڅاپي توګه د غزني ښار له بلې څنډې څخه هم د یوه تنکی ځوان مړی د غزني روغتون ته راوړل شو.

غزني
د عکس تشریح، د دوست محمد پلار خان محمد

د دویم زندۍ شوي تنکي ځوان تره سیدګل کاکا د خپل وراره د ځان وژنې پړه پر تلویزیوني سریالونو ور واچوله.

نوموړی وایي:

"هلک و. تل به يي تلویزیوني سریالونه کتل. بیا به يي دهغو پېښې کولې. کټ مټ لکه د هغو فلمونو دلوبغاړو په څیر. په سرای کې يې په ونه پورې یوه رشمه تړلي وه او بیا يي ځان پرې را ځوړند کړی و. موږ چې ترڅو ورته راتلو ده پور پرې کړی و".

دیني عالم او قومي مخور مولوي پیدا ګل په دې باور چې د ځان وژنې لاملونه ګڼ دي، لکه بېوزلي، د تلویزیوني سریالونو پېښي کول، د کورنۍ د لویانو ناسم چلند او د پلرونو له لوري د ځوانانو غوښتنو ته نه پاملرنه هم د دې لامل شوي چې ځینې ځوانان ځان وژنه وکړي.

نوموړی وايي:

"دا د دیني عالمانو دنده ده چې په ټولنه کې د ځان وژنې په کبیره ګناه باندې خلک وپوهوي، او د تبلیغ له لارې شوني ده چې د ځان وژنې مخنیوی وشي".

د افغانستان په کچه په غزني او دایکندي ولایتونو کې د ځان وژني پېښې زیاتې ښودل کیږي. دې ولایتونو کې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نژدې پنځوسو کسانو د ځان وژنې هڅه کړې، چې ډیرې يې نجوني دي.

دغزني د ولایتی روغتون ریس ډاکتر بازمحمد همت وایي:

"کابو ۱۱۸ تنه زموږ سره راجستر شوي دي. دا په تېر کال کې وو. هغه تاریخچه چې موږ يي له ناروغ یا هم د هغه له کورنۍ څخه اخلو ښیي چې دوی تیزاب کاروي یا د موږکو زهر خوري. او ځینو کسانو بیا ځان زندۍ کړی او ځینو په ښکاري توپک ځانونه ویشتلی دي. خو کورنۍ يې په وخت سره خبره شوي ده ژر يي اقدام کړی دی او روغتون ته يي را رسولي دي. په دې کې زیاتره ښځي دي. نارینه هم شته خو کم".

غزني
د عکس تشریح، د دوست محمد تره غلام معروف د بي بي سي له خبریال اسد جلالزي سره

په دایکندي کې هم ورته حالت دي. د دې ولایت د د والي ویانده سکینه احساني وایي:

"د دایکندې په ولایتی روغتون کې مو د ځان وژنې د هڅو ۲۵ پیښې درلودې، چې له دې جملې څخه يي شل هڅې د ښځو له خوا شوې وې. یوه مو هم د وژنې پیښه درلوده چې دا هم یوه ښځه وه. د ۱۳۹۸ کال په لومړیو درې میاشتو کې دلته هم ۱۶ ځله د ځان وژنې هڅې شوې وې چې ۱۲ يي هم د ښځو له خوا شوې وې او دوه تنه هم په ځان وژنه بریالي شوي وو. یوه یې ښځه او بل نارینه و".

په ورته وخت کې د بامیانو ولایت روغتیايي چارواکي وايي، پروسږ کال په دغه ولایت کې ۴۳ ځله د ځان وژنې هڅه شوې. خو د سږ کال شمېرې يي کره شوې نه دي.

په میدان ودرګو ولایت کې هم د چارواکو په خبره د ځان وژنې یوه پیښه ثبت شوې ده. بي بي دا شمېرې د دولتي روغتونونو د ادارو له چارواکو تر لاسه کړې دي.

په داسې حال کې چې د چارواکو په خبره په ځینو حالاتو کې دا ډول پېښې بیا خصوصي روغتونونو ته وړلې کیږي.

ځینې کورنۍ هم هڅه کوي چې داسې پیښې د کورنۍ د راز په توګه پټی وساتي.