تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قزاقۍ نجلۍ انځور د عرب کارګرو د وهلو لامل شو
پر خواله رسنیو کارنو هغه وېډیو ډېره لاس په لاس کړې چې ویل کېږي قزاقستان کې د قراردادي ټولنې په نامه شرکت پر اردني، لبناني او فلسطیني کارګرو د وهلو ډله ییز برید شوی.
په وېډیو کې ښکاري چې پر ځینو انجنیرانو د وهلو برید کېږي، ځینې یې سخت ټپي کېږي او له نورو وینې روانې دي.
فعالانو ویلي، ددغه برید لامل پر هغه یوه انځور پورې تړاو لري چې د ایلي داود په نامه یوه لبناني انجنیر د خپلې قزاقۍ ملګرې انځور پر ټویټر خپور کړ چې د قزاقي کارګرو ملګرو سخته غوسه یې راوپاروله او دا یې ځان او خپل هېواد ته سپکاوی وباله.
ځینو نورو بیا دا انځور سپکاوی نه دی بللی، بلکې دغې قزاقۍ نجلۍ په خپله خوښه دا انځور اخیستی دی.
علي مرتضوي لیکلي: "دا انځور په قزاقستان کې کارګرو ځان ته سپکاوی بللی همدا ده چې په شرکت کې یې پر عرب کارګرو برید کړی، ښکاري چې دې نجلۍ دا نځور په خپله خوښه اخیستی ځکه چې په کې خاندي".
په مقابل کې نورو کسانو بیا دا د قزاقۍ ښځې لپاره سپکاوی بللی او د لبناني دا کار یې غندلی دی، خو د عرب کارګرو وهل یې جرم بللی دی.
بښنه
پر خواله رسنیو لبناني ایلي داود یوه وېډیو خپره کړې او د قزاقستان له ولس نه یې پکې بښنه غوښتې ده، دی وايي دا انځور یې د سپکاوي په پار نه دی خپور کړی.
رسمي غبرګونونه
بل خوا د لبنان د دفاع وزیر له خپل قزاقي سیال سره په تیلیفوني خبرو کې د خپل هېواد له خوا دغه پېښه غندلې او له قزاقستان یې غوښتي چې په دې هېواد کې د لبناني کارګرو د ساتنې لپاره لازم اجرآت وکړي.