بحرین له 'سپاه ترهګرې شبکې' سره د اړیکو په تور ۱۱۶ کسان نیولي

د عکس سرچینه، Reuters
بحرین وايي، د هغې ترهګرې شبکې ۱۱۶ غړي یې نیولي چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا رامنځته شوې او مالي ملاتړ يې کېږي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شويو کسانو یې وسلې او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه کړي دي.
بحرینی چارواکي وايي ددغو کسانو په نیولو سره د بحرین په کورنیو چارو کې د ایران د یوې بلې لاس وهنې مخه ونیول شوه.
د بحرین د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د لبنان د حزب الله او د عراق د صایب الحق ډلو د ایران له سپاه پاسداران سره د ترهګرو ډلو په وسله والو کې د مرستې ادعا کړې وه.
د سرچینې په خبره د سپاه پاسداران له خوا په ایران او عراق یا لبنان کې ۴۸ کسان روزل شوي هم دي.
ایران د بحرین له خوا لګول شوي تورونه رد کړي دي.
په تېر کې هم بحریني چارواکي تور لګولی چې ایران د بحرین په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او شیعه ډلې د دولت پرضد وسله والو پاڅون ته هڅوي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي دوه کاله وړاندې پخپلو خبرو کې وویل، د بحرین خلک مظلوم دي او موږ چې څومره مو په وس کې وي، له مظلومانو ملاتړ کوو.
شاوخوا اوه کاله وړاندې د بحرین د حکومت پرضد پاڅون وشو، له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې څو ځله د حکومت پرضد چې لږکي سنیان یې مشري کوي اعتراضونه په بیلابیلو بڼو شوي دي.
د بحرین شیعه وګړي چې ددغه هېواد اکثریت دي غوښتنه کوي چې دوی ته دې په حکومتي ادارو او عامه خدماتو کې ډیره ونډه ورکړل شي.
بحرین د ۲۰۱۱ کال د اعتراضونه د مخینوي لپاره چې له تاوتریخوالي سره مل و له سعودي عربستان څخه د پوځي مرستې غوښتنه وکړه.
بحرین تر دې وړاندې هم له ایران سره د اړیکو په ورته تور یو شمېر کسان نیولي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت دوه شیعه مذهبي مشران عقیل الساري او مرتضی السندي، د نیول شوې ترهګرې ډلې مشران معرفي کړي دي.
سرچینې لیکلي، نیول شویو کسانو د بحرین د چارواکو او امنیتي ځواکونو د وژلو او همدارنګه نفتي تاسیساتو د له منځه وړلو پلان درلود.



















