تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریې له ادلبه د ترکي ځواکونو 'سم لاسي' وتل غوښتية
د سوریې رسمي خبري رسنۍ وايي، ددغه هېواد چارواکو له شمال لوېدیځ ادلب ولایت نه د ترکي ځواکونو د سم لاسي او قید او شرط پرته وتلو غوښتنه کړې ده.
ترکي ځواکونه د تېرې پنجشنبې په شپه ادلب ولایت ته هلته د ''تاوتریخوالي کمولو'' په موخه د روان کال لومړیو کې استانه کې د انقرې، روسیې او ایران ترمنځ تر خبرو وروسته ننوتل.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ادلب ته د ترکي ځواکونو ننوتل ''تېری'' بللی، چې په وینا یې ''له هغو خبرو سره هېڅ اړخ نه لګوي چې استانه کې د خبرو اړوند هېوادونه پکې هوکړې ته رسېدلي وو.''
د جمعې په ورځ د ترکیې پوځ وویل، ''د ادلب ولایت مهمو سیمو ته یې د ترکي ځواکونو له ننوتلو سره د څار نقطو جوړول پیل کړي دي.''
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د څارونکو ځواکونو ترشا نور پوځي کاروانونه هم وو.
پر ادلب د ''تحریر الشام'' ډله واکمنه ده، دا ډله له ګڼو هغو پوځي کنډکونو جوړه ده، چې د حکومت مخالفت کوي او ویل کېږي له القاعدې شبکې سره ههم تړاو لري.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ''ترکي ځواکون سوریې ته د سوریې له خپلواک پوځ سره یوځای ننوتلي دي''.
یاد پوځ د ترکیې له ملاتړه برخمن دی، چې د بشار الاسد د پرځولو په موخه جنګېږي.
ترکیه وايي، له دغه پوځ سره په دې موخه همکاري کوي، چې تحریر الشام ډله له منځه یوسي او روسیې او ایران تهادلب کې د تاوتریخوالي کمولو سیمې رامنځ ته کړي.
ادلب د سوري حکومت له واکه وتلې سیمه ده.
د ۲۰۱۵ کال سپتمبر میاشت کې ادلب ته د روسي ځواکونو له ننوتلو وروسته د ''اسلامي دولت'' ډله وتلو ته اړایستل شوه.
وړاندې هم د سوریې خاورې ته د ترکي ځواکونو د ننوتلو خبرونه ورکړل شوي.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې د بشارالاسد پرضد د لاریونونو له پیلېدا راهیسې لږترلږه ۳۳۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه سوري وګړي خپلو مېنو او ان هېواد پرېښودو ته اړایستل شوي دي.