تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې پولې ته څېرمه د "سوري" پوځ الوتکه ویشتل شوې
ترکي چارواکو ویلي، د سوریې پولې ته څېرمه یوه "سوریایۍ" پوځي الوتکه ویشتل شوې ده. "احرار الشام" ډلې د الوتکې د ویشتلو پړه منلې، چې اوس د پیلوټ موندلو لټون روان دی.
ترکي چارواکو ویلي، غالباً ویشتل شوې الوتکه د سوریې پر پوځ پورې اړه لري.
د سوریې حکومتي تلوېزیون د شنبې په ورځ د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، د ترکیې پولې ته څېرمه له یوې جنګي الوتکې سره د هوايي ځواکونو اړیکه پرې شوه.
د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، د الوتکې د پیلوټ موندلو لټون پیل شوی، چې غالباً له الوتکې وتلی وي.
د الوتکې د ویشتلو پړه "احرار الشام" ډلې منلې. دې ډلې پر خپل ټویټر یوه وېډیو خپره کړې، چې د الوتکې د "ویشتلو" صحنه پکې انځور شوې ده.
د ترکیې "اناتولي" خبري اژانس ددغې ډلې د ویاند احمد قره له خولې ویلي، دغې حکومتي الوتکې د سوریې شمالي ادلب ښار کې د سوري حکومت د مخالفو وسله والو مورچل په نخښه کول.
بن علي یلدرم وايي، الوتکه "میګ -۲۳" ډوله ده چې هاتای ولایت ته څېرمه ویشتل شوې. خو ده ونه ویل چې الوتکه څرنګه ویشتل شوې ده.
بل خوا، د امریکا په ملاتړ د کردانو د ولسي ملاتړ کنډک منبج ښار کې او شاوخوا خپل ځواکونه ځای پرځای کړي چې امکان لري د ترکیې په ملاتړ ځینې ډلې پرې برید وکړي.
یاد کنډک په اګست میاشت کې له منبج نه د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې جنګیالي شاته وتمبول.
خو ترکیه د فرات سیند ختیځ ته له ښاره د ترکي جنګیالیو د شاتګ غوښتنه کوي.
ترکیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د سوري مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. ترکي ځواکونه د سوریې خاوره کې د "اسلامي دولت" او نورو ترکي ډلو پرضد جنګېږي.
د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې ترکیې وویل، ددغه هېواد ځواکونو له سوریې سره پر پوله یوه ''روسۍ جنګي الوتکه'' ویشتلې. د روسیې دفاع وزارت ویلي وو، الوتکه ''له ځمکې نه ویشتل شوې''.