تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استانه کې د سوریې پر سر خبرې روانې دي
د سوريې د سولې خبرې قزاق پلازمېنه استانه کې روانې دي، تر ټولو تازه هڅه کې چې د دغه هېواد روانه کورنۍ جګړه پرې پای ته ورسوي.
او اوس د هغې جګړې کيسه چې دا تېر شپږ کاله په زور کې روانه ده. د سوريې جګړه يادوم، چې د تاو او ويجاړيو انځورونه یې په نړيواله کچه خپاره شوي دي. دې جګړه کې سلګونه زره ووژل شول، او په ميليونو نور ترې په تېښته ګاونډيو او نورو هېوادونو ته کډه شول، چې له امله يې په نړيواله کچه د کډوالو کړکېچ وټوکېده. اوس هغه خبرې چې د روسيې، ترکيې او ايران په منځګړتوب قزاقۍ پلازمېنه استانه کې کېږي، موخه يې سوريه کې د ويجاړوونکې جګړې پای ته رسول دي.