د هند پارلمان پر هغه غړي د ایر انډیا الوتکو کې د سفر بندیز لېرې شوی، چې سپین ږیری کارکونکی یې په څپلۍ وهلی و

د عکس سرچینه، Image copyrightPARLIAMENT OF INDIA
د هند حکومت له مداخلې وروسته ایر انډیا پر هغه پارلمان غړي د دوی الوتکو کې د سفر کولو بندیز لرې کړی، چې د شرکت یوه کارکونکی یې په څپلۍ وهلی و.
جمعې پر ورځ ایر انډیا د هندوانو سخت دریځه شیو سینا ګوند پارلماني غړي رویندرا ګایکواډ پېرل شوی ټکټ لغو کړ.
خو ښاغلي ګایکواډ د هوايي چلند وزیر ته لیک لیکلی او په کې یې له ایر انډيا نه د بښنې غوښتو پر ځای ' پښېماني ' څرګنده کړې. له هغې پېښې وروسته په هند کې په دې اړه تاوده بحثونه راوپارېدل او ډېری کسانو له هوايي شرکت سره یووالي څرګند کړ.
ویل کېږي د جمعې پر ورځ د بندیز له لرې کېدو مخکې ښاغلي ګایکواډ څو ځلې د ټکټ اخیستو ناکامه هڅه کړې.
د هندي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي و، چې د ایر انډیا مشر د هوايي چلند وزیر اشوک ګاجاپاتي راجو ته ویلي و، چې د هوايي شرکت له کارکوونکي د ګایکواډ بښنې غوښتو تر مهاله به دغه بندیز دوام وکړي.
خو له هغه وروسته، د جمعې پر ورځ ښاغلي راجو د هوايي شرکت مشر ته د بندیز سملاسي لرې کولو امر کړی.
د مارچ میاشتې وروستیو کې دغه بندیز هغه مهال ولګېد، چې په یوه کورنۍ الوتنه کې د بزنس کلاس برخې کې د څوکۍ نه موندلو له کبله د پارلمان دغه غړی د هوايي شرکت یوه شپیته کلن کارکونکی د ' کبر ' له کبله 'شپیته ځله په خپله څپلۍ وواهه. '

د عکس سرچینه، AFP
له هغې پېښې وروسته ایر انډیا او یو شمېر نورو ځايي هوايي شرکتونو پر نوموړي وکیل بندیز ولګاوه، چې د دوی الوتکو کې سفر نه شي کولای.
د هند پارلمان کې د پنجشنبې پر ورځ د دغې موضوع پر سر سختې ناندرۍ رامنځته شوې.
د شیوسینا ګوند پارلماني غړي د هوايي چلند وزیر ښاغلي راجو پر وړاندې ودرېدل، چې ویل یې د ګایکواډ له بښنې غوښتلو مخکې به پر هغه لګېدلی بندیز لرې نه کړي.
یاد ګوند له هغه وروسته د هند لوېدیځ مهارشټرا ایالت کې د هوايي شرکت فعالیت پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو ګواښ وکړ او هوايي شرکت اړ شو، چې د ایالت په دوو لویو هوايي ډګرونو ' ممبۍ او پونه 'کې د خوندیتوب لپاره اضافي اقدامات وکړي.


















