د امریکا د لومړۍ مېرمنې رسمي انځور

د لومړۍ مېرمنې په توګه د میلانیا لومړی رسمي انځور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لومړۍ مېرمنې په توګه د میلانیا لومړی رسمي انځور
د خپرېدو وخت

سپینې ماڼۍ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ لومړی رسمي انځور خپور کړی دی.

د چارواکو په وینا، د جامو ددغې پخوانۍ ۴۶ کلنې موډلې دا انځور په سپینه ماڼۍ کې اخیستل شوی دی.

د عکاس نوم او د عکس اخیستو نېټه نه دي په ډاګه شوي.

میلانیا ټرمپ ویلي: "زه د لومړۍ مېرمنې په ستایلو ویاړم او راتلونکي کلونه به د امریکا عامو خلکو ته د زړه له تله کار وکړم".

لومړۍ نوې کورنۍ

لومړۍ مېرمن په نیویارک کې له خپل ۱۰ کلن زوی بارون سره اوسېږي او د خپل مېړه د ولسمشر کېدو له مهاله له سیاسي فضاء لیرې پاتې شوې ده.

میشل اوباما د لورا بوش په څېر تور کمیس اغوستی

د عکس سرچینه، LIBRARY OF CONGRESS AND THE GEORGE W BU

د عکس تشریح، میشل اوباما د لورا بوش په څېر تور کمیس اغوستی

اټکل دی چې د بارون د درسي کال له پای ته رسېدا وروسته، میلانیا له خپل زوی سره سپینې ماڼۍ ته ولاړه شي.

میلانیا په سلوانیا کې زیږېدلي. دا بهر کې د ولسمشر زیږېدلې لومړنۍ مېرمن نه ده، وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جون کوینسي آډمز مېرمن لویزه آډمز په لندن کې زیږېدلې وه.

هیلیري کلنټن هم په یوه رسمي انځور کې تورې جامې اغوستې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هیلیري کلنټن هم په یوه رسمي انځور کې تورې جامې اغوستې