تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د لومړۍ مېرمنې رسمي انځور
سپینې ماڼۍ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ لومړی رسمي انځور خپور کړی دی.
د چارواکو په وینا، د جامو ددغې پخوانۍ ۴۶ کلنې موډلې دا انځور په سپینه ماڼۍ کې اخیستل شوی دی.
د عکاس نوم او د عکس اخیستو نېټه نه دي په ډاګه شوي.
میلانیا ټرمپ ویلي: "زه د لومړۍ مېرمنې په ستایلو ویاړم او راتلونکي کلونه به د امریکا عامو خلکو ته د زړه له تله کار وکړم".
لومړۍ نوې کورنۍ
لومړۍ مېرمن په نیویارک کې له خپل ۱۰ کلن زوی بارون سره اوسېږي او د خپل مېړه د ولسمشر کېدو له مهاله له سیاسي فضاء لیرې پاتې شوې ده.
اټکل دی چې د بارون د درسي کال له پای ته رسېدا وروسته، میلانیا له خپل زوی سره سپینې ماڼۍ ته ولاړه شي.
میلانیا په سلوانیا کې زیږېدلي. دا بهر کې د ولسمشر زیږېدلې لومړنۍ مېرمن نه ده، وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جون کوینسي آډمز مېرمن لویزه آډمز په لندن کې زیږېدلې وه.