داعش جنګیالي له تدمر لرغوني ښار نه 'ویستل شوي'

د سوریې پوځ سږکال په مې میاشت کې تدمر ښار ته ننوت

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې پوځ سږکال په مې میاشت کې تدمر ښار ته ننوت
د خپرېدو وخت

د روسیې دفاع وزارت وایي؛ د سوریې پوځ د روسیې جنګي الوتکو په هوایي ملاتړ توانېدلی د تدمُر پر تاریخي ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکو بریدونه په شا وتمبوي.

ددغه راپور له مخې؛ د داعش جنګیالي چې د څو ساعتونو لپاره ددغه ښار په مرکز کې وو، له سیمې شاته شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت په وینا، ددغه هېواد جنګي الوتکو په ۶۴ هوایي بریدونو کې ددغې ډلې ۳۰۰ اورپکې وژلي دي.

همداراز راپور ورکړل شوی چې د سوریې پوځ خپل سرتېري په حلب ښار کې له جګړې ګرځولي او تدمر ته یې استولي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د فاطمیون ډلې سرتېري (افغان جنګیالي چې مشري یې ایران کوي) هم دغه ښار ته استول شوې ده.

د ۲۰۱۵ کال له مې راوروسته داعش د نهو میاشتو لپاره د تدمر په دغه تاریخي ښار کې و او د ۲۰۱۶ کال به مارچ کې ترې وویستل شول. ددغه ښار د بريا تاق چې ډېر تاریخي ارزښت یې درلود د داعش لخوا ړنګ شو.

داعش یوه اونۍ وړاندې د تدمر نیولو لپاره بریدونه پیل کړل او تېره ورځ (شنبه، دسمبر ۱۰مه) وتوانېد ددغه ښار مرکز ته ننوځي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې لندن کې دی راپور ورکړی چې د روسي الوتکو "درنې" بمبارۍ داعش اړ کړی چې له ښاره شاته شي. ددغه راپور له مخې، ددغه ښار په څنډو کې جګړه دوام لري.

پر تدمر برید د سوریې پر پوځ متقابل برید بلل کېږي چې په بشپړ ډول د اورپکو له منګولو د حلب کنټرول ترلاسه کولو لپاره ددغه ښار په ختیځ کې په سخته جګړه کې ښکېل دی.

د حلب په ختیځ کې د بشار اسد مخالفین وایي؛ د شنبې په ورځ توانېدلي د پوځ د پرمختګ مخه ونیسي. یوازې د حلب ډېرې وړې سیمې د مخالفینو تر ولکې لاندې دي.

د بري تاق چې د داعش په لاس له خاورو سره خاورې شو

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د بري تاق چې د داعش په لاس له خاورو سره خاورې شو