استرالیایی کریکټ لوبغاړی فېل هیوز ومړ

د عکس سرچینه، Getty
د استرالیا کریکټ لوبغاړی فېل هیوز، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د لوبې پرمهال ټپی شوی و، د سیډني ښار په یوه روغتون کې ومړ.
نوموړی د بېټنګ پرمهال په توپ پر سر لګېدلی و.
د استرالیا د لوبډلې ډاکټر پیټر براکنر ویلي چې نوموړي تر ټپي کېدو وروسته بېرته هوش ترلاسه نه کړ.
پنځه ویشت کلن هیوز که څه هم خولۍ په سر کړې وه، خو داسې ښکارېده چې ټپ یې ډېر ژور دی.
ډاکټرانو لومړی هڅه وکړه چې په لوبغالي کې یې درملنه وکړي، خو وروسته روغتون ته ولېـږدول شو او د سر اېکسرې یې واخیستل شوه.
د استرالیا د کریکټ بورډ پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د نوموړي له کورنۍ سره یې غمرازې څرګنده کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، Getty
فېل هیوز په ۲۰۰۹ کال کې په لومړي د سویلي افریقا پر ضد د آسترالیا په ټېسټ لوبه کې ګډون وکړ.
نوموړي د استرالیا لپاره ۲۶ ټېسټ لوبې ترسره کړې وې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد په دې اړه ویلي:
"د هیوز د مړینې خبر موږ ټولو ته ټکان را کړ. هیوز په خپل لنډ لوبیز ژوند کې ډېر ښه وځلېد او د ټولو پام یې ځان ته اړولی و. دې به تل د یوه پیاوړي کرېکټ لوبغاړي په توګه د خلکو په یادونو کې وي".
"زه د افغانستان د کرېکټ بورډ په استازیتوب د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندې کوم".

د عکس سرچینه، AFP
په خپله دویمه ټېست لوبه کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د یوې ټېسټ لوبې په دواړو (اننګزونو) کې سلیزه کړې وي.

د ۲۰۱۳ کال د (اشز) لوبو پرمهال یې د انګلستان پر ضد د لسمې وېکټې لپاره له یوه بل لوبغاړي سره د ۱۶۳ منډو ملګرتیا هم کړې وه، چې هغه مهال یو نړیوال رېکارډ و.


















