د چڼاسکې وهلي خواړو روغتیایي زیانونه

توتۍ
د عکس تشریح، دا ممکن زړه راکښونکې وي چې له یوې خوندور (جوس لرونکې) توتۍ چڼاسه لرې کړئ او پاتې برخه یې وخورئ - خو دا سپارښتنه نه کېږي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د "چڼاسکې وهلي خواړو" په اړه په انلاین نړۍ کې یو چټک لټون کولای شي ځینې په زړه پورې پایلې راوباسي.

ایا دا خوړل خوندي دي؟ که په تېروتنه ترې وخوړل شي، څه به پېښ شي؟ یا ان دا که چرګانو ته ورکړل شي، څه به وشي؟

همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته ډېرې پوښتنې شته او په ټیک‌ټاک کې داسې ویډیوګانې هم لیدل کېږي چې ځینې خلک په قصدي ډول چڼاسکه وهلي خواړه خوري! کله کله دا د ټوکو لپاره وي او ښايي د ډېرو لیدنو (کلېکونو) ترلاسه کولو لپاره هم وي، خو داسې پوسټونه هم شته چې غواړي د دې موضوع په اړه معلومات ورکړي.

د چڼاسکه وهلو خوړو په اړه د انلاین او ټولنیزو رسنیو ځینو عامو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره، د "بي بي سي بیټسایز د کیسې بل اړخ" له پروفیسور رابین مې سره خبرې وکړې؛ هغه د برمنګهم پوهنتون د ساري ناروغیو متخصص دی.

ایا چڼاسکه وهلی ډوډۍ خوړلای شئ؟

دا په انلاین نړۍ کې یوه مشهوره پوښتنه ده.

تاسې له المارۍ د ډوډۍ یوه ټوټه اخلئ چې لږه توسټ (وچه شوې ډوډۍ) ترې جوړه کړئ، خو وینئ چې په پوستکي یې هغه ځورونکي زرغون ـ اوبیز- داغونه راڅرګند شوي دي.

ډوډۍ چڼاسکه نیولې ده، خو تاسې فکر کوئ که یې هغه بله خوا وخورئ نو څنګه به وي؟

پروفیسور مې وویل: "دا فکر چې یوازې د چڼاسکې وهلې برخه پرې کړئ او پاتې به یې ښه وي، سم نه دی."

"د ډېرو فنګسونو (چڼاسکو) هغه برخه چې تاسو یې په سطحه وینئ، د ټول فنګس له ۱۰ سلنې هم کمه وي چې په خوړو کې موجود وي."

"که تاسو د چڼاسکه وهلې ډوډۍ یوه برخه پرې کړئ او تر بلې ورځې یې پرېږدئ، بیا به چڼاسکه وهلې وي. دا تصادف نه دی؛ ځکه چې تاسو چڼاسکه په رښتیا هغه له منځه نه ده وړې."

د بریتانیا د خوړو د معیارونو اداره (FSA) هم د پروفیسور مې له نظر سره موافقه ده، خو زیاتوي چې که ډوډۍ یوازې زړه شوې وي، او چڼاسکه وهلې نه وي، نو بیا هم د خوراک وړ دی؛ لکه د ډوډۍ میده ټوټې (breadcrumbs) یا د سوپ لپاره کرُوټون.

نو که ان ستاسو په ډوډۍ کې د چڼاسکې یوازې لږې نښې هم ښکاره شي، غوره ده چې هغه وغورځوئ، په خطر نه ارزي. او مرغانو ته یې هم مه ورکوئ، ځکه په چڼاسکه کې موجود زهرجن مواد هغوی ته هم زیان رسولی شي.

هېڅکله ښه نظر نه دی چې چڼاسه وهلی ډوډۍ وخوړل شي -  ان  که یوازې د ډوډۍ یوه برخه اغېزمنه ښکاري هم.
د عکس تشریح، چڼاسکه وهلې ډوډۍ مه خورئ

که چڼاسکه وهلي خواړه وخورئ، څه پېښېږي؟

په اېنسټګرام کې د چڼاسکه وهلو خوړو (د امریکايي املا له مخې "moldy") په اړه پوسټونه شته چې سلګونه زره لیدنې لري.

همدارنګه د فنګس زرګونه بېلابېل ډولونه شته.

ټول فنګسونه په خوړو کې وده نه کوي او ټول یې که وخوړل شي، حتماً به زیان ونه رسوي.

خو د ځینو یې باید مخنیوی وشي.

پروفیسور مې تشریح کړه: "په خوړو کې تر ټولو لوی خطر هغه چڼاسکه ده چې زهرجن مواد تولیدوي. له همدې امله باید یوازې چڼاسکه وهلې برخه مه پرې کوئ، او پاتې برخه مه خورئ ځکه چې هغه تولید شوي زهرجن ښايي د خوړو نورو برخو ته خپاره شوي وي."

که چڼاسکه وخورئ، امکان یې کم دی چې ستاسو په بدن کې وده وکړي، خو هغه زهرجن مواد چې تولیدوي، چې مایکوټوکسینونه (mycotoxins) نومېږي، که په دوامداره ډول وخوړل شي، ناروغي رامنځته کولای شي؛ لکه د معدې ستونزې او د ځیګر او پښتورګو احتمالي زیان.

د خوړو د معیارونو اداره (FSA) هم سپارښتنه کوي چې چڼاسکه وهلي خواړه مه خورئ، په ځانګړي ډول ماشومان، له ۶۵ کلونو پورته کسان، میندواره ښځې، یا هغه کسان چې کمزوری معافیتي سیستم لري باید سمه ډوډۍ وخوري یعنې هغه خواړه چې چڼاسکه وهلې نه وي.

د چڼاسکه وهلو مېوو او سبزیجاتو په اړه څه؟

ټولې تازه مېوې او سبزیجات یو شان نه دي، نو د چڼاسکې په اړه یې سپارښتنې هم توپیر لري.

د بېلګې په توګه، پروفیسور مې سپارښتنه وکړه چې که یو کلک کرم یا پلپاڼی (cabbage) وي او چڼاسکه یوازې په یوه بهرنۍ پاڼه کې ښکاره شوې وي، نو د هغې پاڼې لرې کول ښايي دا معنا ولري چې پاتې کرم خوړل خوندي دي - خو باید په دقت وګورئ چې په بل ځای کې هم چڼاسکه نه وي راټوکېدلې.

خو که نرمه مېوه وي، لکه توتۍ (strawberry) یا شفتالو، نو هر ډول چڼاسکه پکې ښکاره شي، مه یې خورئ.

د خوړو د معیارونو اداره (FSA) وايي چې نرمې مېوې که لږې نرمې یا ګونځې شوې وي، خوړل یې ستونزه نه لري، خو باید په ښه ډول وکتل شي چې د چڼاسکې کومې نښې پکې نه وي.

په ټولنیزو پوسټونو کې داسې خپرونې شته چې خلک د بېلابېلو دلایلو له امله چڼاسه وهلي خواړه خوري — خو آیا دا ښه نظر دی؟
د عکس تشریح، په ټولنیزو پوسټونو کې داسې خپرونې شته چې خلک د بېلابېلو دلایلو له امله چڼاسه وهلي خواړه خوري، خو آیا دا ښه نظر دی؟

کوم نور خواړه چڼاسکه نیولای شي؟

کېدای شي تاسو په ډوډۍ، مېوو او سبزیجاتو کې د چڼاسکې په اړه وپوهېږئ، خو د هغو خوړو په اړه څه چې ښايي فکر مو هم نه وي کړی چې فنګس پکې وده کوي؟

پروفیسور مې وویل: "که تاسو غلې دانې یا تخمونه په لوند ځای کې وساتئ، نو داسې چڼاسکه پکې وده کولای شي چې د ډېرو زهرجنو موادو د تولید له کبله مشهوره ده."

د حبوباتو شرکتونه خپلې دانې په ډېر دقت څاري او د زهرجنو موادو لپاره یې ازمويي. د خوړو د معیارونو ادارې (FSA) وېبپاڼه تشریح کوي چې د دغو غلو کرل، راټولول او ساتل د سختو خوندیتوب مقرراتو تابع دي.

که تاسو په پخلنځي کې غلې دانې په مرتبانونو کې ساتئ، نو پام ورته وکړئ. د چڼاسکې نښې کېدای شي غیرعادي بوی، لزج (ښوی) احساس، یا دانو باندې د پوټکي/کلکوالي راټولېدل وي.

زما په چاکلېټو کې ولې سپینې نقطې دي؟

ایا کله مو د چاکلېټو بکس خلاص کړی او لیدلي مو دي چې پر چاکلېټو عجیبه سپینې نقطې دي، لکه د اوړو ټوټې؟ که داسې وي، اندېښنه مه کوئ؛ ښايي د چڼاسکې په ډول ښکاري شي، خو چڼاسکه نه ده.

پروفیسور مې وویل: "دا عموماً د ککو کوچ له امله وي. عموماً داسې کېږي چې چاکلېټ لږ ګرم شي، ککو کوچ لږ ویلې شي او جلا شي. دا په بشپړ ډول بې ضرره ده، که څه هم ښه نه ښکاري. خو که چاکلېټ رښتیا چڼاسکه وهلی وي، یعنې پړسېدلی/وړې وړۍ ته ورته وي، دا ککو کوچ نه دي او باید وغورځول شي."

ځینې پنیرونه هم د جوړېدو پر مهال د اجزاوو د یوې برخې په توګه چڼاسکه لري. دا په ځانګړي ډول د تولید پر وخت چمتو کېږي او خوړل یې خوندي ګڼل کېږي - خو که پنیر له فابریکې څخه له وتلو وروسته، ستاسې په کور کې چڼاسکه ونیسي، نو باید وغورځول شي.

نرمې مېوې لکه نارنج او کیلې، کله چې پرې چڼاسه ښکاره شي، نور د ژغورلو وړ نه وي.
د عکس تشریح، نرمې مېوې لکه نارنج او کیلې، کله چې پرې چڼاسه ښکاره شي، نور د ژغورلو وړ نه وي.

ایا زه باید چڼاسکه وهلي خواړه وخورم؟

ځواب نه دی.

که څه هم ځینې خواړه لکه هغه کرم چې پروفیسور مې یاد کړ، کله کله ژغورل کېدای شي، خو عموماً خطر یې ارزښت نه لري.

که څوک په انلاین ډول ادعا کوي چې چڼاسکه وهلي خواړه تل خوندي دي، کېدای شي ناسم معلومات یا قصدي غلط معلومات خپروي، یوازې د پام راړولو، کلیکونو یا لیدنو لپاره، نه د سمې مشورې لپاره.

په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیا او سالمو خوړو په اړه ډېر معلومات او ادعاوې شته، خو ټولې سمې نه دي. غوره ده چې د باوري متخصصینو او رسمي سرچینو مشورې تعقیب کړئ، لکه پروفیسور مې یا د خوړو د معیارونو اداره چې د چڼاسکه وهلو خوړو له خوړلو هم منع کوي.

دا مهمه ده چې فکر وکړئ آنلاین معلومات له کوم ځایه راځي. وایرال ویډیوګانې او پوسټونه کله کله ناسمې ادعاوې خپروي، په ځانګړي ډول کله چې جوړوونکي یې متخصص نه وي یا شواهد وړاندې نه کړي. تعصب هم رول لرلای شي؛ خلک کله ناکله هغه معلومات شریکوي چې د دوی له پخوانیو باورونو سره برابر وي، ان که سم نه وي.