د استرالیا فېل هیوز پر باونسر توپ سخت ټپي شوی

پر توپ له لګېدو وروسته هیوز خپل لاسونه پر زنګونو کېښودل او بیا په مخ پر ځمکه را ولوېد.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، پر توپ له لګېدو وروسته هیوز خپل لاسونه پر زنګونو کېښودل او بیا په مخ پر ځمکه را ولوېد.
د خپرېدو وخت

د استرالیا توپوهونکی فېل هیوز د سډني په کرېکټ لوبغالي کې د نیو ساوت وېلز لوبډلې سره په یوې کورنۍ لوبه کې د تېز بالر سین ابټ پر باونسر توپ په سر لګېدلی او سخت ټپي شوی دی.

د نوموړي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی. ۲۵ کلن هیوز د استرالیا په استازیتوب ۲۶ ټیسټ لوبې کړې دي.

پر توپ له لګېدو وروسته هیوز خپل لاسونه پر زنګونو کېښودل او بیا په مخ پر ځمکه را ولوېد.

د سیالې لوبډلې لوبغاړي او لوبڅاران سملاسي د ده څنګ ته ورغلل او مرسته یې را وغوښته.

یوه چورلکه را ورسېده خو هیوز په امبولانس کې د سدڼي سینټ وینسنټ روغتون ته ولېږدول شو.

د استرالیا رسنۍ وايي یو ډاکټر چې په لوبغالي کې یې نوموړي ته بېړنۍ مرسته رسولې وه هم له ده سره روغتون ته تللی.

د استرالیا روانه کورنۍ لوبه لغوه شوې ده.

هیوز هغه مهال پر ځمکه را ولوېد چې د ابټ یو تېز توپ د ده پر هېلمټ ولګېد.

له پېښې وروسته هیوز د جراحۍ عملیاتو لپاره په امبولانس کې روغتون ته ولېږدول شو.

د سوېلي استرالیا د کرېکټ چارو مشر ټېم نیلسن ویلي "د عملیاتو پایلې ښايي تر ۲۴-۴۸ ساعتونو پورې لاسته راشي".

د سیالې لوبډلې لوبغاړي او لوبڅاران سملاسي د ده څنګ ته ورغلل او مرسته یې را وغوښته.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سیالې لوبډلې لوبغاړي او لوبڅاران سملاسي د ده څنګ ته ورغلل او مرسته یې را وغوښته.

د استرالیا د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر جیمز سترلنډ ویلي "موږ فېل هیوز ته لاس په دعا یو. موږ د نوموړي د کورنۍ، نورو لوبغاړو او د استرالیا کرېکټ کورنۍ د نورو ملګرو په اړه فکر کوو".

"د نوموړی روغتیا زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی. طبعا موږ د نننۍ لوبې د نورو لوبغاړو په اړه هم اندېښمن یو او دوی سره به هم تر خپلې وسې همکاري وکړو".

د استرالیا د ملي لوبډلې روزونکي ډېرن لیمن پر ټويټر لیکلي "موږ فېل هیوز او د هغه کورنۍ ته دعا کوو. هغه یو ډېر مبارز لوبغاړی او تکړه ځوان دی".

هیوز د اشټن اګر سره په ملګرتیا کې د انګلستان پر وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې پر لسمې وېکټې د تر ټولو ډېرو ۱۶۳ منډو ریکارډ لري.

نوموړی تېره میاشت په عربي متحده اماراتو کې د استرالیا د ملي ټیم په استازیتوب د پاکستان پر وړاندې لوبېدلی و.

د استرالیا لوبډلمشر مایکل کلارک ناسم بدني حالت ته په پام سره تمه وه چې هیوز به په دسمبر میاشت کې د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبو لپاره د استرالیا لوبډلې ته بیا غوره کړای شي.