لیبیا کې یو شمېر زنداني افغانان خوشي شوي، دوی په شمالي افریقا کې څه کول؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول."
دغه ویناپاڼه کې نه ده روښانه شوې چې لیبیا کې دغه افغانان پر کوم تور زنداني وو. د شمالي افریقا دغه هېواد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یوه لاره ده چې ډېر لارویان یې د افریقايي هېوادونو وګړي وي.
قاهره کې د افغانستان سفارت وايي، "هڅه کوي، چې پاتې نور افغان بنديان هم د اړینو اجراتو له بشپړېدو وروسته په نژدې وخت کې هېواد ته انتقال شي."
دا چې څومره نور افغانان د لیبیا په زندانونو کې دي، شمېر یې نه دی ښودل شوی.
لیبیا کې زرګونه هغه کسان په زندانونو کې ساتل کېږي چې له دغه لارې اروپا ته د تګ پر مهال نیول شوي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال په جون کې د لیبیا له لوري د هغو کسانو زنداني کېدل ناقانونه بللي وو چې اروپا ته په کښتیو کې د تګ پر مهال نیول شوي وو او بیا په طرابلس کې زندانونو ته وړل شوي وو.
ملګرو ملتونو ویلي وو، همدغه کال لیبیا کې ۱۳۰۰۰ کډوال زندانونو ته لېږدول شوي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دا یوه ناقانونه کړنه بللې وه او ویلي وو چې په سمندر کې له ژغورنې وروسته لیبیا باید د زندانونو پر ځای دغه کډوال خوندي سیمو ته ولېږدوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
افغانان هم د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونو ته تر ډېره د کاروبار او یا هم لوېدیځې نړۍ ته د تګ په تکل ورځي چې ډېر کله د اسنادو نشتوالي له کبله نیول کېږي او بیا د نامعلومې مودې لپاره په زندانونو کې بې برخلیکه ژوند تېروي.
دې وروستیو کې بي بي سي ته معلومه شوې وه چې عراق کې یو لوی شمېر افغانان چې هلته د کار لپاره تللي د ناقانونه مېشتېدا په تور نیول شوي او له کوم قانوني وکیل پرته په بندخونو کې ژوند تېروي.
دغه افغانان تېر ډېره د ایران له لارې عرب نړۍ ته ځي. وروسته له هغه چې اروپايي هېوادونو ته د تګ په لاره کې سختۍ ډېرې شوې او په ترکیه، ایران او یونان سره پر پوله مرګونو پېښو کې ګڼ افغانان ووژل شول.
افغانستان کې د کار روزګار کمی که له هېواده د دغو افغانانو د وتلو لامل کېږي، د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو نشتوالي د زنداني کېدو پر وخت د دغو وګړو ژوند لا ډېر له کړاو سره مخامخوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې استازو د ایران او عراق په ګډون د سیمې ډېرو هېوادونو کې هڅې ګړندۍ کړي چې د زنداني افغانان برخلیک معلوم او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
د همدې میاشتې لومړیو کې له ایرانه سلګونه هغه افغانان خپل ټاټوبي ته ولېږدول شول چې اوږده موده یې د هغه هېواد په زندانونو کې تېره کړې وه. د طالبانو حکومت د زندانونو د تنظیم ادارې ویلي وو، دغو افغانانو کې داسې کسان هم وو چې د مرګ سزا ور اورول شوې وه.


















