ازبکستان: افغانستان سره د کرېکټ لوبه کول "ویاړ، درس او لویه هڅونه" ده

د عکس سرچینه، Uzbekistan Cricket Federation
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. ټاکل شوې ده چې دغه یوازېنۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې پر لسمه نېټه د یوولسم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په منځ کې ترسره شي.
د شپږیزې سیالۍ د جولای له لومړۍ تر ۱۴مې نېټې په لومړي ځل له کابله بهر د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې کېږي. د ازبکستان له ملي لوبډلې سره هم د افغانستان د یوولس کسیزه لوبډلې لوبه د شپږیزې سیالیو منځ کې همدلته خوست کې پلان ده.
ازبکستان د کرېکټ ډېره پیاوړې او پرمختللې لوبډله او د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) بشپړ غړیتوب نه لري خو په ټوله کې دا بې سارې ده چې د کرېکټ کومه بهرنۍ ملي لوبډله به د افغانستان کوم ولایت کې ولوبېږي.
بله خوا افغانستان د شل اوریزو یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي خو د سیاسي بې ثبانۍ، ناامنیو او سمو زېربناوو او لوبغالو نشتون له کبله یې په کور د ننه د کومې نړیوالې کرېکټ لوبډلې کوربتوب نه دی کړی، بلکې له نورو هېوادونو سره په خپل کوربتوب لوبې ډېر کله په متحده عرب اماراتو او ځینې وخت هند کې کوي.

د عکس سرچینه، ACB
په دې لوبې له هوکړې وروسته د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون د افغانستان سره لوبه کول "لوی ویاړ، لوی درس، او د لوبغاړو لپاره لویه هڅونه" بللې ده.
ازبکستان ویلي دغې لوبې ته یوازې د سیالۍ په سترګه نه ګوري، بلکې په وینا یې "دا د دوستۍ، ورورلۍ او د کابل-تاشکند تر منځ د داسې ورزشي اړیکو او پله" جوړولو هڅه ده چې تر نسلونو به دوام وکړي.
د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون هیله ښودلې چې د کرېکټ ملي لوبډله به یې له دې لوبې او سفره د ازبکستان کرېکټ نوم لا لوړولو جرات تر لاسه کړي.
یاده لوبه د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون ترمنځ د کرېکټ د پراختیا او ملاتړ د تړون له مخې ترسره کېږي، چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و.
د افغان ایلېون او د ازبکستان د ملي لوبډلې ترمنځ دغې سیالۍ ته د نړیوالې لوبې درجه نه ده ورکړل شوې، بلکې یوه دوستانه شل اوریزه لوبه به وي.
ویل کېږي دا لوبه به په هېواد کې دننه او بهر د بېلابېلو تلویزیوني او ډیجیټلي رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د عکس سرچینه، RTA
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ټينګار کړی چې هېواد یې د ازبکستان په څېر له نویو او مخ پر ودې هېوادونو سره ملاتړ او خپلو تجربو شریکولو ته لېواله دی.
افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د ظرفیت لوړونې پروګرامونو له لارې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون غړو او یو شمېر لوبغاړو ته روزنیز ورکشاپونه برابر کړي دي.
د افغانستان او ازبکستان تر منځ د کرېکټ ډېپلوماسي نوې ده، خو په ګاونډ کې پراته دا دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
کابل او تاشکند هیله مند دي چې د کرېکټ د ودې او پراختیا په برخه کې د نژدې همکاریو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ټینګې او پراخې شي.
د ازبکستان تر څنګ چین هم له افغانستان کرېکټ بورډه هلته د کرېکټ د پراخېدو په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې او افغانستان تېره مې میاشت څو لوبغاړي او روزونکي هم د دې همکاریو د پیل په موخه چین ته لېږلي وو.





















