ښه خوب په زدکړو کې څنګه مرسته کولای شي؟

یوه مېرمنه ویده ده، خوا ته یې کتابونه هم ایښودل شوي دي. د مېرمنې د پوستکي زنګ سپین دی او ژېړ وېښتان لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د شپې د ښه خوب پرتله به بل هېڅ څه تاسو ته غوره نه وي که نه؟

ځینې به ښايي وايي، چې شین چای، فلم لیدل، دوستانو سره وخت تېرول یا پر مبایل انلاین پاتې کیدل یا ځینې نور به وایي په دې ګرمۍ کې ایسکریم خوړل د خوب پرتله غوره دي.

ښه نو شاید ځینو ته غوره وي خو شین چای، فلم لیدل یا ایسکریم خوړل خو په زدکړو کې له تاسو سره مرسته نه شي کولای.

نو څه دي چې زموږ ذهن ښه کوي او په مرسته یې ښې زدکړې کولای شو؟

کله چې خبره د زدکړو کېږي نو خوب ورسره ډېر اړین دی، ځکه له زدکړو وروسته باید استراحت وکړو، یعنی ویده شو.

خوب مرسته کوي چې څه مو زدکړي یا لوستي، هغه د حافظې په اوږدمهاله برخه کې زېرمه شي.

چاکلیت یا ایسکریم خوړل، فلم لیدل او یا هسې وخت تېرولو سره زدکړې نه کېږي.

یوه مېرمنه ویده ده، ویښتان یې ژېړ دي او په رنګه کې سپینه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

تاسې ښايي اوس د ښوونځي زدکوونکي یاست او یا د پوهنتون محصلین.

خو له خپل مور او پلاره به مو دا ډېر اوریدلي وي‌ چې خوب ګټې لري او باید په وخت ویده شئ.

خو ستاسو‌ په ډله کې به داسې کسان هم وي‌ چې ډېر په دې خبرې غوږ نه ګروي.

په برېتانیا کې د خوب ګټو په اړه د ډاکټرې کارولینا خبرې ولولئ.

داکټره کارولینا وایي، په شپه کې ښه او پوره خوب کول ډېرې ګټې لري.

که ښه خوب وکړئ، نو په ورځ کې مو بیا بدن ښه انرژي پیدا کوي او ذهني وړتیا مو ډېرېږي.

د ډاکټرې کارولینا په خبره ښه خوب تاسو سره مرسته کوي، چې ښې زدکړې وکړئ او هر څه مو ښه یاد شي.

" له زدکړو وروسته چې کله ښه خوب کوئ، نو هر هغه څه مو چې لوستي وي هغه د حافظې هغې برخې ته ځي چې د ډېر وخت لپاره معلومات ساتي او له تاسو بیا دا زدکړې یا معلومات نه هېرېږي".

په برېتانیا کې ډاکټره کارولینا وایي، ښه خوب پر زدکړو ډېرې ښې اغېزې لري، نو څوک ټوله شپه باید تر ناوخته وېښ پاتې نه شي او یا ټوله شپه په وېښه تېره نه کړي.

"تر ماښامه زدکړې وکړئ او بیا شپه کې ښه خوب وکړئ چې څه مو لوستي هغه مو ذهن کې ښه کېني".

یوه ځوانه مېرمنه ویده ده، په لاس یې یو ساعت هم دی، وېښتان یې سره منظم او ټول ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د زدکړو او خوب لپاره باید یو منظم پلان جوړ کړئ او هر وخت یې عملي کړئ. لومړی خو د زده کړو لپاره یو مهالوېش جوړ کړئ او پر هغه عمل وکړئ.

هڅه وکړئ چې تر ماښامه مو د درسونو ویل ختم کړئ، د شپې ناوخته د درسونو بیا تکرار یا حفظ لپاره ښه وخت نه دی.

هڅه وکړئ چې له خپلو ملګرو سره د شپې تر ناوخته پورې پر ټیلیفون چټ او خبرې ونه کړئ.

که فکر کوئ په شپه کې ځان وینځل ستاسو خوب تښتوي، نو هغه بیا په سهار کې وکړئ.

ښه خبره دا ده چې د شپې له ډوډئ خوړلو وروسته مبایل نور و نه کاروئ او خوب ته ځان چمتو کړئ.

ډاکټران په ټینګار سره وایي، که تاسې زدکوونکي یاست یا د پوهنتون محصلین او یا هم د کور ښځې، نو که څه مو ځوروي یا د یو څه په اړه اندېښنه لرئ او دا مو تمرکز خرابوي، اړینه ده چې له خپلې کورنۍ او یا د باور وړ کس سره خبرې وکړئ.

ډاکټران وایي، که له رواني ستونزو کړېږئ، نو ژر تر ژره کوم ماهر روانپوه یا روانپوهې ته لاړ شئ.

په یاد ولرې، مرسته غوښتل شرم نه دی.

یوه زده کوونکې په چمن کې د کتابونو ترڅنګ ویده ده.

د عکس سرچینه، Getty Images