د هند کرېکټ مشهور لیګ؛ د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ نامتو لوبغاړي هند ته رسېدلي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د هند د ۲۰۲۳م زېږدیز کال غوره لیګ سیالۍ چې ' IPL' یې بولي، د روانې جمعې پر ورځ 'مارچ ۳۱' پیلېږي.

په دې سیالیو کې د ګډون په موخه له پاکستان پرته نور د نړۍ له لر و بره د کرېکټ مشهور او نوموتي لوبغاړي هند ته رسېدلي او تود هر کلی یي شوی دی.

لږ تر لږه پنځه افغان لوبغاړي هم چې ډېری یې توپ اچونکي دي له پاکستان څخه د تاریخي سریز ګټلو وروسته، د سیالیو په موخه له متحده عربي امارتو هند ته رسېدلي دي.

د هند د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې لس لوبډلې لوبیږي چې له ډلې یې څلور لوبډلو افغان لوبغاړي هم خپل کړي دي.

له دې ډلې افغان لوبډلمشر او نن سبا د نړۍ لومړۍ نمبر توپ اچونکی راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستی دی، بل کم عمره افغان ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هم په همدې لوبډله کې دی. دوی دواړه یو ځای بیګا هند ته ورسېدل او لوبډلې یې په ټولنیزو رسنیو د هرکلي لیکنې کړي دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، @noor_ahmad_15

د عکس تشریح، نور احمد لکڼوال په خپله ټوېټر پاڼه له دې انځور سره لیکلي له ملي دندې وروسته د ای پي اېل په لور

د افغانستان دوه نور توپ اچونکي فضل حق فاروقي سن رایزرز حیدر اباد او نوین الحق د لکڼو سوپر ګېنټس لوبډلو لخوا اخېستل شوي. دوی دواړه هم له خپلو لوبډلو سره یو ځای شوي.

بلې نوموتي لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز هم پخپله فېسبوک پاڼه د افغانستان د پیل توپ وهونکي او وېکټ ساتونکي لوبغاړي رحمان الله ګربز له انځورونو سره د هغه د ور رسېدو خبر خپور کړی دی.

ګربز تېر کال د دوه نورو افغان لوبغاړو تر څنګ د ګجرات لوبډلې اخیستی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، @RGurbaz_21

د عکس تشریح، رحمان الله ګربز په ټولنیزو رسنیو دا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي "د لوبلړۍ له ګټلو وروسته د ۲۰۲۳م ای پي اېل په لور"

پدغه لیګ کې په پرلپسې ډول د افغان لوبغاړو د لوبیدو لېوالتیا ډېره شوې پداسې حال کې چې له څو کاله مخکې یوازې راشد خان او بیا محمد نبي د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې پېرلي وو.

د هندي کرېکټ لیګ سیالیو څرنګوالی

دا لیګ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شوی او دا یې ۱۶ پړاو دی.

د هند کرېکټ دا لیګ د نړۍ یو له غوره لیګونو بلل کېږي ځکه نو پکې هر لوبېدونکی لوبغاړی خپل شتون ویاړ بولي.

دا لیګ د کرېکټ له نړیوالو سیالیو وروسته تر ټولو مشهوره لوبلړۍ بلل کیږي چې ګڼ نړیوال لوبغاړي پکې لوبیږي، میلیونونه مینه وال لري، پراخ رسنیز نشرات او ګرانبیه جایزې هم پکې وي.

مجیب او پریټي

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، په تېرو لیګونو کې افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان هم د پنجاب کېنګز په لوبډله کې لوبیده

پدغې لیګ کې لس لوبډلې له یوه بل سره په دوه ګروپونو کې لوبېږي.

هره لوبډله ۱۴ لوبې کوي او لږ تر لږه له یوه بل سره دوه ځلې مخ کېږي.

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د هند په بېلابېلو ښارونو کې پلان دي، چې کوربه لوبډلو له خپلو لوبغالو او مینه والو ګټه اخیستي وي.

د سږني لیګ پرانېستونکي سیالي د جمعې په ورځ د اتلې ګجرات او چینایي سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ په احمد اباد کې پلان ده.

راشد خان او اتلولي

ای پی اېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان لوبغاړي راشد خان په دې لوبه کې د ګوجرات لاينز لوبډلې درې لوبغاړې سوځولي وو.

راشد خان پخپلې لوبډلمشرۍ تازه پاکستان ته بې ساري ماتې ورکړه له خپلې ملي دندې ور ها خوا د نړۍ مشهور دا لوبغاړی د ګجرات ټاېټنز لوبډلې مهم غړی دی او تېر کال یې د دغې لوبډلې په اتلولی کې مهم رول درلود.

د ګجرات ټایټنز لوبډله د هند د کرېکټ غوره لیګ په سیالیو کې نوې اضافه شوې او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

راشد خان دمګړۍ یو له هغو لوبغاړو دی چې له هره پلوه د خلکو په خولو دی، نوموړی په ګڼو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي هغه سږ کال د پاکستان کرېکټ غوره لیګ په سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې په اتلولی ګټلو کې هم هم رول درلود.

کرېکټ

د عکس سرچینه، BCCI/IPL

د عکس تشریح، د ۲۰۲۲م کاله اتله لوبډله چې راشدخان هم ورسره لوبیده

د پاکستان سوپر لیګ کې د راشد خان دوی لوبډلې دوه اونۍ وړاندې پرلپسې دویم ځلي د سوپر لیګ اتلولي وګټله خو پوښتنه به دا وي چې ایا د راشد خان ستوری به په هند کې هم هسې وځلیږي چې ګجراټ لوبډله دویم ځلي بیا اتله کړي؟ داسې څه چې د لوبو پرمهال به یې پایله مالومه شي.